Asset 1SWN

له خلیل‌زاد سره د عبدالله ليدنه: د تاوتريخوالي زياتېدل د منلو نه دي

Eq9mKSGXUAM0sIf-p0wz6s4w6b9fnzygjwexvtyxoy688vh4kj95qxuopg

د ملي پخلاينې عالي شورا وايي، د يادې شورا رييس عبدالله عبدالله د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره ليدلي او دواړو لوريو د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د دويم پړاو په اړه بحث کړی دی.

د ملي پخلاينې له عالي شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ليدنه چې نن سهار په سپېدار ماڼۍ کې شوې عبدالله عبدالله د سولې په برخه کې د امریکا له ملاتړ څخه مننه کړې او په بریالۍ توګه یې د بین‌الافغاني مذاکراتو د لومړي پړاو له پای ته رسېدو هرکلی کړی دی.

عبدالله دغه راز په هېواد کې د هدفي وژنو او د تاوتریخوالي ډېرېدو ته په اشارې ویلي چې نور تاوتریخوالی د منلو نه دی او هر څه ژر باید په هېواد کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

د خبرپاڼې له مخې، خلیلزاد هم د تاوتریخوالي لوړې کچې ته په اشارې زیاته کړې چې دواړه لوري باید له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د اعلاميې په خبره، خلیلزاد هم د دویم پړاو مذاکراتو له پیلېدو هرکلی کړی او له دې خبرو یې د امریکا پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی دی.

زلمی خلیل‌زاد و عبدالله عبدالله در حالی با هم دیدار می‌کنند که قرار است امروز دور دوم گفت‌وگوهای صلح میان دولت افغانستان و گروه طالبان در دوحه، پایتخت قطر آغاز شود.

خلیلزاد او عبدالله په داسې حال کې سره ليدلي دي چې ټاکل شوې نن د دولت او طالبانو مرکه‌چي پلاوي د سولې دويم پړاو خبرې پيل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام