د پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې د رحیم ګردېزي خصوصي شرکت له لوري د ۶میلیونه ډالرو په لګښت د جلغوزیو د پروسس او بسته بندۍ د جوړې شوې فابریکې پرانیسته وشوه.

په دې پرانيست غونډه کې په انلاين ډول ولسمشر محمد اشرف غني د کابينې وزيرانو، د سوېل ختيځو ولايتونو  واليانو او پانګه‌والو برخه اخيستې وه.

ولسمشر محمد اشرف غني وويل چې په اقتصادي زون د پکتيا بدلولو ته ژمن دی او په دې برخه کې دوامداره هڅې روانې دي.

غني وايي چې پکتيا ته به د ښاري پراختيا، ترانزيټ او ځينو برخو کې ځانګړې پاملرنه وشي او ويې وويل، افغانستان د فابريکو په جوړولو سره، په کرنیز صادراتي هېواد بدلېدلای شي.

د رحيم ګردېزي شرکت مسوول عبدالرحيم ګردېزي وويل، د جلغوزيو د پروسس په دې مرکز شپږ ميليونه ډالره لګښت راغلی او د ۶۰ زره ټنه جلغوزيو د پروسس ظرفيت لري.

نوموړي وويل، په دې سره به د سوېل ختيځو ولايتونو د جلغوزيو تر څنګ د هېواد د نورو ولايتونو جلغوزي پروسس او بسته بندي شي.

بل لور ته د پکتيا والي محمدحليم فدايي په ناقانونه توګه د ځنګلونو د پرېکولو د مخنیوي ډاډ ورکوي. نوموړی وايي چې ځنګلونه د هېواد ملي پانګه ده او په سوېل ختيځو ولايتونو کې به له خلکو سره د قومي جوړښتونو پر بنسټ د ځنګلونو د پرې کولو مخنيوی وکړي.

چارواکي وایي، د جلغوزیو د پروسس او بسته بندۍ په دې کارخونه کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول شاوخوا زر تنو ته د کار موکې برابره شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان په اتو ولایتونو کې د جلغوزيو ځنګلونه شته چې له ډلې یې سږ کال یوازې خوست او پکتيا ولایتونو کې ۳۳ زره ټنه د جلغوزيو حاصلات ټول شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام