Asset 1SWN

یوناما د سولې خبرو د بیا پیلېدو لپاره دوحې ته د مذاکره کوونکي ټيم د ستنېدو هرکلی کوي

116134246_ad6fcdac-c52e-416c-bf1e-8cb28ea133b4-p0wwes312ud8hh7qho9tm2fij72fc4h65knhp64iok

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په یوه اعلامیه کې دوحې ته د مذاکره‌کوونکي پلاوي ستنېدو څخه هرکلی کړی او ویلي يې دي، په چټکه توګه د دوه افغان ټیمونو ترمنځ د خبرو پیل ته په تمه دي.

له يوناما په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه خبرې د جګړې د پای او سولې ته د رسېدو لپاره ډېرې  مهمې دي.

د اعلاميې له مخې، مذاکره کوونکي له یو لړ پېچلو ننګونو سره مخامخ شول او لا ډېر کار پاتې دی؛ خو دواړه  پلاويو د خبرو اترو په لومړي تاریخي پړاو کې چې په سپټمبر کې پیل شو ښه همکاري درلوده چې په تدریجي ډول یې رښتینی پرمختګ وکړ.

خبرپاڼه زياتوي، دوی د راتلونکو خبرو اترو لپاره په یوه طرزالعمل هوکړه وکړه او له خپلو مشرانو  سره د مشورو په موخه ۲۰ ورځنيو تعطیلاتو دمخه یې له یوه او بل سره د خبرو اترو د اجنډا مسوده شریکه کړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز وايي، له دواړو غاړو غواړي چې له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستو د تاوتریخوالي د کموالي لپاره زمینه برابره کړي ترڅو د لا زیاتو افغانانو وژل کېدل پای ته ورسېږي او یو داسې سیاسي ثبات رامنځته شي چې د افغان ټولنې د ټولو برخو لپاره د منلو وړ وي.

نوموړې زياته کړې، د جګړې درېدل به د سولې د خبرو لپاره ښه چاپېریال رامنځته، خلکو ته به هیلې ورپه برخه او بشري مرسته کوونکيو ته به اجازه ورکړي چې ډېرې اړینې ژمنۍ مرستې په ټول هېواد کې افغانانو ته ورسوي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې ملګري ملتونه به له دواړو غاړو سره له نږدې په اړیکه کې وي او لکه چې سرمنشي د سپټمبر په میاشت کې د خبرو اترو د پیل پرمهال وویل، تیار دي چې د اړتیا پرمهال مرسته وکړي.

په ورته وخت کې ناټو هم دوحه کې د افغان سولې خبرو د دویم پړاو هرکلی کړی او ویلي يې دي چې له یوې سیاسي هوکړې چې له ۲۰۰۱ کال وروسته له لاسته راوړنو څخه محافظت وکړي او د ټولو افغانانو په ګټه وي، ملاتړ کوي.

د افغان دولت مذاکراتي پلاوی د سې‌شنبې په ورځ د سولې دویم پړاو خبرو پیل لپاره دوحې ته لاړ.

د افغان دولت د سولې مرکه‌چي ټیم غړي نادر نادري ویلي، طالبانو سره د سولې خبرو دویم پړاو کې به پر اوربند بحث، د افغان پلاوي لومړیتوبونو څخه وي.

د سولې دویم پړاو خبرې داسې مهال پیلېږي چې هېواد کې روان وضعیت خورا ترینګلی شوی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام