د فراه ولایتي شورا مسوولان وایي چې وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت پر یوشمېر سیمو پراخ بریدونه کړي او د ښار ګڼې سیمې یې نیولي دي.
د فراه ولایتي شورا مرستیال خیرمحمد نورزی سلاموطندار ته وایي، له بېګاه ماښام راهیسې طالبانو د فراه ښار په شمال او لوېدیځ کې «شیخاباد»، باغ پُل، سنګِ زور او حیدر قولي سیمو باندې بریدونه کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، طالبانو نن له غرمې وروسته سربېره له دې چې دغې ډلې ته درنه مرګژوبله واوښته بیا یې هم د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او د ښار یوشمېر سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.
د فراه د ولایتي شورا مرستیال زیاتوي چې امنیتي ځواکونه اوس د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست کې دي او سخته جګړه روانه ده. هغه وایي، داسې راپورونه خپاره شوي چې طالبانو د فراه زندان له نیولو وروسته د دغه زندان ټول بندیان خوشې کړي دي.
په ورته مهال خیرمحمد نورزی وړاندې زیاتوي، که چېرته فراه ښار ته مرستندویه ځواکونه وانهستول شي، احمتال شته چې دغه ولایت په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ولوېږي.
هغه تصویرونه چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ښکاري چې طالبانو د فراه ښار ډېری سیمې نیولي دي.
که څه هم د فراه امنیتي مسوولانو د فراه ښار د سقوط په اړه څه نه وایي، خو نن سهار د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فاروق حضرتي سلاموطندار ته وویل چې طالبانو بېګاه شپه پر فراه ښار پراخ بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
په همدې حال کې د وسلهوالو طالبانو یوه ویاند ذبیحالله مجاهد په خپل ټویټرپاڼه ادعا کړې چې د فراه ولایت مرکز فراه ښار یې په بشپړه توګه نیولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه میاشتې وړاندې وسلهوالو طالبانو د فراه ولایت ټولې ولسوالۍ ونیولې.