په نیمروز ولایت کې یوه سرچینه وایي چې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت مرکز زرنج ښار نیولی او د ولایت مقام، امنیه قومنداني سربېره، یو‌شمېر نورې دولتي ادارې هم د دوی لاس ته ورغلي دي.

د نیمروز ولایت د پولیسو د مطبوعات امر غلام‌ صدیق نورزی د دې خبر د تایید ترڅنګ وايي چې دغه ولایت ته د مرستندویه ځواکونو د نه رسېدو له کبله زرنج ښار د طالبانو لاس ته لوېدلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال نیمروز کې یوه بله باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي، سلام‌وطندار ته وایي چې نن له غرمې وروسته وسله‌والو طالبانو د ولایت مقام، امنیه قومنداني او د سرحدي کنډک ودانۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

د سرچینې په خبره، اوس د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌‌والو طالبانو ترمنځ د نیمروز ملي امنیت ریاست پر سر سخته جګړه روانه ده.

دغه سرچینه زیاتوي چې وسله‌والو طالبانو د امنیتي ځواکونو له مقاومت او جګړې پرته د نیمروز مرکز زرنج ښار ډېری برخې تر خپلې ولکې لاندې کړي دي.

په همدې حال کې د سرچینې په وینا، د نیمروز ولایت یو‌شمېر محلي چارواکو ایران ته پناه وړې ده.

بل‌خوا د زرنج ښار یو‌شمېر اوسېدونکي هم وایي چې وسله‌وال طالبان زرنج ښار ته ننوتي دي. هغه تصویرونه چې یوې سرچېنې سلام‌وطندار ته راستولي، ښکاري چې وسله‌وال طالبان زرنج ښار ته ننوتي.


نیمروز کې هوایي برید؛ «۵ طالبان او ۹ پاکستاني ترهګر وژل شوي»

طالبانو په نیمروز کې ۲۳ سرتېري وژلي

د کندوز د سقوط په اړه د دغه ولایت د وکیلانو او اوسېدونکو اندېښنې


په ورته وخت کې پرون د نیمروز ولایت کنګ ولسوالي د وسله‌والو طالبانو لاس ته ولوېده او د دغه ولایت محلي چارواکو ویلي وو، که دغه ولایت ته مرستندویه ځواکونه وانه‌ستول شي او د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته جدي پام ونه شي، دغه ولایت به سقوط شي.

د کنګ ولسوالي د سقوط پرمهال چارواکو اندېښنه څرګنده کړې وه چې طالبان د دغې ولسوالي په سقوط سره غواړي چې د دې ولایت بندر تر خپلې ولکې لاندې راولي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د زرنج ښار په سقوط سره د هېواد د لوېديځ زون ټول بندرونه اوس د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو نن د هېواد په شمال د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار بریدونه کړي چې له امله یې یو‌شمېر سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام