غور ته د طالبانو راتګ؛ زرګونه ځوانان له دغه ولایت څخه وتلي

د طالبانو له لوري د غور ولایت له نیولو وروسته د دغه ولایت ګڼ‌شمېر ځوانان په هېواد کې د طالبانو د حاکمیت، بې‌وزلۍ او وچکالۍ له امله اړ شوي چې هېواد پرېږدي. عبدالحمید چې په غور کې اوسېږي او دا یې مستعار نوم دی وایي، کله چې طالبان د دغه ولایت مرکز فیروزکوه ښار ته دننه شول، پرېکړه یې وکړه چې دغه ولایت پرېږدي او ایران ته کډوال شي.

طالبانو د نیمروز مرکز زرنج ښار نیولی

په نیمروز ولایت کې یوه سرچینه وایي چې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت مرکز زرنج ښار نیولی او د ولایت مقام، امنیه قومنداني سربېره یو‌شمېر نورې دولتي ادارې هم د دوی په لاس کې دي. د نیمروز ولایت د پولیسو د مطبوعات امر غلام‌ صدیق نورزی د دې خبر د تایید ترڅنګ وايي چې دغه ولایت ته د مرستندویه ځواکونو د نه رسېدو له کبله زرنج ښار د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلی دی.

بامیان کې د طالبانو رواني جګړه؛ امنیتي ځواکونه له ستونزو سره مخ شوي

د بامیانو ولایت محلي چارواکو نن په دغه ولایت کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو د رواني جګړې په پایله کې د دغه ولایت اړوند د شبیر ولسوالي د «باغک» سیمه کې د جګړې د لومړۍ کرښې سرتیري له ستونزو سره مخ شوي او دغې جګړې د بامیان د اوسېدونکو اندېښنې هم زیاتې کړي دي.