د بامیانو ولایت محلي چارواکو نن په دغه ولایت کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو د رواني جګړې په پایله کې د دغه ولایت اړوند د شیبر ولسوالي د «باغک» سیمه کې د جګړې د لومړۍ کرښې سرتیري له ستونزو سره مخ شوي او دغې جګړې د بامیان د اوسېدونکو اندېښنې هم زیاتې کړي دي.

د بامیان والي سید‌انور رحمتي د دغو ستونزو د څرنګوالي په اړه څه نه وایي، خو ټينګار کوي چې د شیبر ولسوالي د «باغک» سیمو امنیتي سرتیري د طالبانو د رواني جګړې له امله له ستونزو سره مخ شوي. د نوموړي په وینا، دغه ځواکونه د پوځي او خوراکي توکو کمښت نه لري.

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بامیان والي زیاته کړه چې د بامیان د مرکز اوسېدونکي د طالبانو د سړې جګړې له امله د دغه ولایت ولسوالیو ته بې‌ځایه شوي دي.

په همدې حال کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته وایي چې د شېبر ولسوالي په «باغک» سیمه کې د یوې پوسته ۴۵ امنیتي سرتیري له څلور ورځو مقاومت وروسته او د پوځي او خوراکي توکو د نه رسېدو له امله د طالبانو له لوري ژوندي نیول شوي دي. د سرچینې په وینا، د طالبانو له لوري په نیول شویو سرتیرو کې ټپیان هم شامل دي.

په ورته مهال د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټویټر‌پاڼه ادعا کړې چې د بامیانو ولایت د شېبر ولسوالي په «باغک» سیمه کې یې د امنیتي ځواکونو ۴پوستې نیولي او ۳۰ سرتیري له دوی سره یوځای شوي دي.

 د بامیان والي د طالبانو د ویاند د ادعا په اړه څه نه وایي، خو ټينګار کوي چې د شېبر ولسوالي ګڼ‌شمېر اوسېدونکي د طالبانو پر وړاندې وسله پورته کړې او ډېر ژر به د بامیانو ولایت په مرکز کې یوه غونډه وکړي.



د بامیان ولایت محلي چارواکي د دغه ولایت مرکز او د یکاولنګ د دویم نمبر ولسوالي ته د پوځ د دوو ټولیو د منظورېدو خبر هم ورکوي.

 د بامیان ولایت د شېبر ولسوالي په «باغک» سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونوم ترمنځ د جګړې زیاتېدل او د پروان ولایت د سرخ‌پارسا او شیخ‌علي ولسوالیو سقوط د بامیانو د اوسېدونکي جدي اندېښنې راپارولي چې له درې ورځو راهیسې په سلګونه کورنۍ د شپې له‌خوا د بامیانو له مرکز څخه وځي او د دغه ولایت د ولسوالیو او بابا غره ته پناه وړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام