په پولنډ کې د افغانستان سفارت ویلي چې پر اوکرایین د روسیې د برید راهیسې تراوسه ۲۰۰۰ افغانانو له اوکرایین څخه پولنډ ته پناه وړې ده.

 په وارسا کې د افغانستان سفیر طاهر قادري د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت له مسوولانو سره لیدلي او په اوکراین کې ګیرپاتې افغانانو ته د رسېدنې له کبله یې د دغه هېواد له مرستو ستاینه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د افغانستان سفیر همداراز د پولنډ د خلکو په نوم په یوه خلاص لیک کې له افغانانو سره د دغه هېواد له مرستو هم مننه کړې.

پر اوکراین د روسیې د برید له امله سلګونه زره اوکارینیان او بهرني وګړي د دغه هېواد ګاونډیو هېوادونو له هغې ډلې پولنډ ته تښتېدلي دي. د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخې، یو میلیون کسان اوکاریین کې د جګړې له امله نورو هېوادونو ته تللي دي. یوشمېر هېوادونو له اوکراین څخه د خپلو وګړو د راواېستلو لړۍ پیل کړې ده.

له دې وړاندې اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په اوکراین کې د افغان زده‌کړیالانو او عامو افغانانو د امنیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي و چې له شته امکاناتو څخه د افغانانو د امنیت او یوه خوندي ځای ته یې د لېږد په برخه کې استفاده کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو دا چې پر اوکراین د روسیې له برید مخکې، څومره افغانان دغه هېواد کې اوسېدل، په اړه یې معلومات نشته.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام