د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان په اړه د نړیوالې غونډې له پای ته رسېدو سره هم‌مهاله یو‌شمېر شنونکي دغه ناسته د سیمې او نړۍ امنیت ته د افغانستان له خاورې د ګواښ نه پېښېدو په اړه له ا.ا د ډاډ ترلاسه کولو په معنی بولي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج سلام‌وطندار ته ویلي چې د سیمې هېوادونه اسلامي امارت ته د امتیاز ورکولو او ژورو اړیکو د ټینګولو په لټه کې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د چارو نور شنونکي په دې باور دي چې د سیمې یو‌شمېر هېوادونه افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او دوی ته د متوجې ګواښونو له امله اندېښمن دي.

دوی زیاتوي چې د تاشکند نړیواله غونډه د امریکا او روسیې د سختو سیالیو تر اغېز لاندې جوړه شوې او هر هېواد غواړي چې اسلامي امارت خپل لوري ته راولي. شنونکي همداراز زیاتوي چې یاده ناسته د اسلامي امارت د سرپرست حکومت په پرتله تر ډېره د افغانانو په ګټه ده.

بل‌خوا د پوهنتون استاد او د نړیوالو اړیکو کارپوه محمود اضطرابي یاده ناسته د اسلامي امارت د مشرانو کړنو ته په کتو ګټوره نه بولي.

نوموړي وویل: «دا شان ناستې ګټورې کېدای شي، په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو لپاره، خو مشران چې دې ناسته کې ګډون کوي، د دوی کړنو ته په کتو به ګټورې نه وي. له همدې امله یوازې سمبولیکه بڼه لري او بې‌پایلې دي.»

په ورته مهال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نېکلسون یو ځل بیا افغانستان کې د ښځو او  بشر‌حقونو او بیان ازادۍ وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د ښځو او ټولو قومونو د استازیو په ګډون یې د یوه پراخ‌بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د اسلامي امارت مشرانو د تاشکند غوڼده او د یادې غونډې څنډه کې د یو‌شمېر هېوادونو له چارواکو سره په لیدنه کې پر اقتصادي او امنیتي مسایلو غږېدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په یاده ناسته کې همداراز ویلي چې دوی د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت ټينګښت ته متوجې دي.

نوموړي ویلي: «غوارم له دې فرصت څخه په استفادې واضح کړم چې موږ د سیمې او نړۍ امنیت او د افغانستان امنیت یو له بل سره  تړلی بولو، بنآ د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپل ټول مسوولیت ته متوجه یو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نږدې یو کال کېږي چې اسلامي امارت پر افغانستان بیا واکمن شوی، خو تراوسه په دې نه دی توانېدلی چې د نړۍ یو هېواد هم د خپل سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو ته قانع کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام