د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشري پلاوي نن په تاشکند کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له سرپرست ویلادیمیر نوروف سره کتلي دي.

په دغه کتنه کې امیرخان متقي ازبکستاني لوري ته افغانستان کې د ډاډمن امنیت او پانګونې لپاره د فرصتونو رامنځته کېدو په اړه ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې دواړو لوریو د یو لړ پروژو ترڅنګ د افغانستان-پاکستان او ازبکستان ترمنځ د رېل پټلۍ پروژې په اړه هم خبرې کړي او د یادې پروژې پر بشپړېدو یې ټينګار کړی دی.

امیرخان متقي په دې لیدنه کې ویلي چې افغانستان د یادې پروژې پلې‌کېدو ته بشپړ چمتووالی لري او په وینا یې، دې برخه کې له اړوند هېوادونو سره په خبرو کې پرمختګونه هم شوي دي.

په همدې حال کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې لیدنه کې افغانستان کې د امنیت ټينګښت برخه کې له وروستیو پرمختګونو هرکلی کړی دی. نوموړي همداراز د افغانستان لپاره یو لړ اقتصادي پروژې مهمې وبللې چې په وینا یې، پلي کېدل به د دغه هېواد د اقتصادي ودې لامل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې نن او سبا به تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیواله غونډه روانه وي چې د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازیو په‌کې ګډون کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام