ازبکستان د افغانستان په اړه د یوې سترې نړیوالې ناستې له جوړېدو خبر ورکوي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ټاکل شوې یاده ناسته د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ۲۵ او ۲۶ نېټه جوړه شي چې د نړۍ ۲۰ هېوادونه به په‌کې ګډون وکړي.

په دغه ناسته کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت یو‌شمېر لوړپوړو چارواکو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ټينګار کړی چې په دغه ناسته کې به د اسلامي امارت چارواکي ګډون وکړي، خو دا به د اسلامي امارت د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندنې په معنی نه وي.

په همدې حال کې اسلامي امارت تایید کړې چې په دغه ناسته کې به د بهرنیو چارو وزارت او د سکتوري وزارتونو سرپرستان ګډون وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د دې غونډې په تړاو وویل: «باید ټولې ناستې ګټورې او اغېزمنې وي او د افغانستان د خلکو اړتیاوې پوره کړي. ټاکل شوې دغه ناسته جوړه شي، توقع مو دا ده چې د خلکو ستونزې او لومړیتوبونه په پام کې ونیول شي او اسلامي امارت سره همکاري وشي.»

بل‌خوا د چارو یو‌شمېر شنونکي په دې باور دي چې ازبکستان او د سیمې نور هېوادونه افغانستان کې له روان وضعیت اندېښمن دي او هڅه کوي چې د دغه شان غونډو په جوړولو سره دې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي.

د سیاسي چارو شنونکي محمود اضطرابي سلام‌وطندار ته ویلي، ازبکستان د خپلو پولو امنیت ته اندېښمن دی او دغه هېواد تل په پوله کې د امنیتي ګواښونو په اړه اسلامي امارت سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

د چارو بل شنونکی مهدي افضلي وايي چې یاده ناسته افغانستان کې د روان وضعیت د وېرې له امله ده چې د سیمې هېوادونه یې لري.

نوموړي وویل: «د واک تشه او د امنیتي جوړښتونو له منځه تلل، افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت ته لار هواروي او د سیمې هېوادونه اغېزمنوي. هېوادونه هڅه کوي چې دې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي. دغه ناسته هم افغانستان کې د روان وضعیت پروړاندې د هېوادونو د وېرې له امله ده.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ازبکستان د افغانستان په اړه نړیواله ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې څه موده وړاندې د افغانستان له خاورې ازبکستان ته څو راکېټونه ووېشتل شول. خو د افغانستان سرپرست حکومت دغه راکېټونه تایید او هغه یې د شر غوښتوونکو کړیو کار وباله.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام