موسیقي د هنر په نړۍ کې هغه پاتې کېدونکی او خوږ غږ دی چې له ذهنه سرچینه اخلي او د اورېدونکو په زړونو کې ځای خپلوي. خو په هېواد کې وروستیو جګړو او ناامنیو دغه پاتې کېدونکی هنر څنډې ته کړی او د دې هنر پر مخ یې سیوری غوړولی دی.

د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې د موسیقي د برخې فعالان او سندرغاړي وایي چې د موسیقۍ بازار یې سوړ شوی او د خپلو هنري فعالاتینو له امله د خوندیتوب احساس نه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بدخشان ولایت یو محلي سندرغاړی چې په همدې وروستیو میاشتو کې یې زیات پېرېدونکي درلود او په بېلابېلو محفلونو کې به یې ګډون کاوه، وایي چې په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د ناامنیو له کبله، اوس نوموړی څوک محفلونو ته نه وربلي او نه یې هم څوک پوښتنه کوي.

هغه وايي، د طالبانو له لوري د بدخشان ولایت د یو‌شمېر سیمو په نیولو سره، نه یوازې دا چې هنر یې څنډې ته شوی، بلکې د خوندیتوب احساس هم نه کوي.

په دې وروستیو ورځو کې د محلي سندرغاړو فعالیتونه د هېواد په شمال له فاریاب څخه نیولې تر بدخشانه پورې کم‌رنګه شوي او وايي چې نور په دغه ولایتونو کې ځاني خوندیتوب نه لري او نه شي کولای چې خپل هنر ته دوام ورکړي.

د فاریاب یو محلي سندرغاړی بصیر همنوا وایي چې د ځاني خوندیتوب د نه شتون له کبله نه شي کولای چې د خوښۍ په محفلونو کې ګډون وکړي او اوس هېوادوال هم خپلو محفلونو ته هنرمندان نه وربلي.

هغه وایي، طالبانو موسیقي حرامه بللې او که چېرته دغه ډله د میمنې ښار تر خپلې ولکې لاندې راولي، نو دی به له خپلې موسیقي سره په دغه ښار کې د خوندیتوب احساس ونه کړي.

په ورته مهال د کندوز محلي سندرغاړی عبدالغفار دوستي هم وایي چې د ناامنیو په ډېرېدو او د دغه ولایت تر دروازو د جګړې د رارسېدو له امله یې، هنري فعالیتونه یې په ټپه درېدلي دي. هغه چې یوه لسزه کېږي د خوښۍ په محفلونو کې ګډون کوي، وایي چې خپلې راتلونکې ته اندېښمن دی او د هنري فعالیتونو په درېدو سره یې اوس بل هېڅ عاید نه لري.



د دوستي په وینا، ګڼ‌شمېر محلي هنرمندانو د ځان خوندیتوب لپاره بهرنیو هېوادونو ته پناه وړې او اوس دغه هېوادونو کې کډوال دي.

د تخار ولایت یو محلي سندرغاړی چې د امنیتي ستونزو له کبله نه غواړي، نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي، وایي چې کلونه یې د خپل هنر له لارې خلکو ته مسکا او خوشحالي ور په برخه کړې، خو په دې ورځو کې یې ناامنیو پر هنر سیوری غوړولی او په لویو کړاونو کې راګېر دی.

هغه وایي، د اقتصادي ستونزو له کبله نه شي کولای بهرنیو هېوادو ته کډوال شي او ځان یې تقدیر ته سپارلی چې راتلونکی به یې څنګه جوړوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د موسیقۍ د برخې رییس محمداحسان عرفان وایي چې منځ ته راغلی وضعیت په اړه یې هېڅ کله هم وړاندوینه نه وه کړې او دوی هم په ټول هېواد کې د محلي سندرغاړو په اړه اندېښمن دي.

د عرفان په وینا، تمه ده دغه موضوع د اطلاعات او فرهنګ وزارت له مشرتابه سره شریکه او د امکان په صورت کې به دولت له محلي سندرغاړو سره مرسته وکړي.

د هېواد د شمال او شمال ختیځ ولایتونو سندرغاړي د حکومت پر ژمنو باور نه کوي او وایي چې د یوې ناڅرګنده راتلونکې په تمه شپې او ورځې سبا کوي.

دوی هیله‌مندي ښيي چې د هېواد د امنیتي وضعیت په ښه کېدو سره به دوی خپل فعالیتونه بېرته له سره پیل کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام