وروسته له هغې چې د نړیوالو پر وړاندې د افغان حکومت د باور له لاسه ورکولو اندېښنې راپورته کړې، ولسمشر محمد اشرف غني نن ۲۰۲۰ کال کې د جنيوا کنفرانس د شویو ژمنو د پلي کېدو په اړه ورکشاپ کې وویل، افغان دولت ښه وضعیت کې دی.

ولسمشر وویل، دولت اوس داسې حالت کې دی چې په باور سره راتلونکي لپاره کار کولی شي او د تلپاتې سولې لپاره ملي اجماع په فعالې ډیپلوماسۍ او نړیوالې اجماع بدله شوې ده.

د نوموړي په وینا، څومره چې دې وروستیو کې تاوتریخوالی زیات شوی، هغومره د جمهوریت حقانیت ثابت شوی او د درناوي وړ دی.

جمهور رييس غني زیاته کړه، د نړیوالې او سیمه‌ییزې اړتیا په توګه احساس شوې چې پر طالبانو او نړیوالو همکارانو یې هر اړخیز فشارونه ډېر شي.

ولسمشر د جنیوا کنفرانس د شویو ژمنو د پلي کولو په اړه جوړ شوي ورکشاپ کې فساد سره په مبارزې ټینګار وکړ او ويې ویل، تر هغه شوې ژمنې نه‌شي پلي کېدی، ترڅو چې په اداري فرهنګ کې بدلون نه‌وي راغلی.

جمهور رييس وویل، په ځینو اړوندو ادارو کې په دې اړه ګامونه پورته شوي او لویه څارنوالۍ کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده.

د نوموړي په وینا، ۶ هغو وزارتونو کې چې ډېر عاید لري او ۶ نورو هغو وزارتونو کې چې ډېر لګښتونه لري، بنسټیز تغیرات راوستل کېږي.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې رييس فضل محمود فضلي هم دغه ورکشاپ کې وویل، د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو ساتل، د ولسواکۍ دوام، د ښځو او اقلیتونو له حقونو دفاع، ولس ته د اغېزناکو خدمتونو وړاندې کول او د ښې حکومتولۍ تحقق هغه اصول او لومړیتوبونه دي چې دوی به یې د شویو ژمنو پلي کولو کې په پام کې ونیسي.

له افغانستان سره د مرستو لپاره جنیوا غونډه د تېرې قوس میاشتې لومړیو کې وشوه او نړیوالې ټولنې په‌کې افغانستان سره د څلورو کلونو لپاره د ۱۳ میلیارد ډالرو مشروطې مرستې ژمنه وکړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام