که څه هم د امریکا او طالب ډلې ترمنځ د دوحې هوکړې پر بنسټ، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټې ته یوه میاشت پاتې ده، خو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې امریکا له طالبانو غوښتي چې ځواکونه به یې له درې تر شپږ میاشتو پورې نور هم په دغه هېواد کې پاتې شي.

خو د طالب ډلې د قطر دفتر ویاند محمدنعیم سلام‌وطندار ته د دغه راپور د رد تر څنګ، ویلي چې امریکا ورته داسې څه نه دي ویلي.

طالب ډلې ته نږدې سرچینه سیداکبراغا هم وايي چې طالبان به هېڅکله داسې کومه غوښتنه ونه مني.

د نوموړي په وینا، ښه به وي چې امریکا د دوحې هوکړې له مخې، خپل ځواکونه وباسي او په وینا یې، باوري نه دی چې داسې وکړي.

د امریکا او طالب ډلې ترمنځ په قطر کې د شوې هوکړې له مخې چې د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه نېټه لاسلیک شوه، امریکايي ځواکونه باید د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه ووځي، خو د جو بایډن په مشري د امریکا نوي دولت تل د یادې هوکړې د ارزونې خبره کوي او ټینګار یې دا دی چې یاده نېټه یې له دغه هېواده د سرتېرو اېستلو لپاره مناسبه نه ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام