وروسته له هغې چې پر هلمند د طالبانو برید پرمهال د هلمند ـ کندهار د برېښنا سبسټېشن یو لړ توکي ولوټل شول، اوس د هلمند د برېښنا شرکت ریيس وحیدالله علیزی وايي، وسله‌والو یو ځل بیا د دغه سبسټېشن د وسایلو وړلو ته مخه کړې ده.

عليزي وویل، دغه سبسټېشن د هلمند ـ کندهار دوه‌لارې سیمه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې دی او ټول توکي د برېښنا شرکت اړوند دي چې دوی يې اسناد هم لري.

خو د علي‌زي په وینا، طالبان دا توکي په دې پلمه چې د دولت اړوند دي، وړي.

په همدې حال کې د هلمند یو شمېر مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي جګړو کې د ملي شتمنیو پر خوندیتوب ټینګار کوي او وايي، هېڅ لوري ته نه‌باید اجازه ورکړل شي چې د ټولګټو پروژو مخه ونیسي.

د هلمند د ولایتي شورا ریيس عطاالله افغان د ملي شتمنیو لوټل د ولس په زیان بولي او له دولته غواړي چې د دغه کار مخه ونیسي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، هېچاته اجازه نه ورکوي چې د ټولګټو پروژو په ځانګړې توګه د برېښنا دغه سبسټېشن څخه توکي یوسي.

طالبانو د برېښنا سبسټېشن څخه د توکيو د وړلو په تړاو څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام