د دولت د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي، که څه هم د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو له پیل نه څو میاشتې تېرېږي، خو لا هم هېواد کې د سولې خبرو اړوند واحد تعریف او سیاسي لیدلوری نشته.

هغې نن «د سولې خبرو ارزونې، واقعیتونو، خنډونو او موکې» په نوم یوه جوړه شوې غونډه کې وویل، یوې پایلې ته د سولې خبرو د رسېدو لپاره باید پر اصولو او ارزښتونو هراړخیزه هوکړه وشي.

د نوموړې په وینا، که حکومت د سولې خبرو په اړه یوې پایلې ته ونه رسېږي، دا اندېښنه شته چې د دولت د سولې مرکچي پلاوی د جمهوريت د دفاع توان له لاسه ورکړي.

د دولت د سولې مرکچي پلاوي غړي داسې مهال د سیاسي اجماع غوښتنه کوي چې یوې پایلې ته دولت او طالبان یوې پایلې ته د دغو خبرو د رسېدو لپاره هېڅ راز اراده نه لري.

د نړیوالو اړیکو شنونکی فرامرز تمنا وايي، د سولې خبرو اترو دواړه لوري یوې پایلې ته د سولې خبرو د رسېدو په اړه اراده نه لري او د خپلو ځانګړو غوښتنو په لټه کې دي.

د تمنا په خبره، یوشمېر کسانو د سولې پروسه له خنډ سره مخامخ کړې او امریکا په یادو خبرو کې له افغان حکومت او طالبانو مهم رول لري.

نوموړی خبرداری ورکوي، که د دولت او طالبانو د سولې خبرو په دویم پړاو کې زلمی خلیلزاد د خبرو په سر کې وي، یادې خبرې به بې‌پایلې وي.

د یادې غونډې ګډونوال په هېواد کې د سولې خبرو د ناڅرګند برخلیک په اړه د اندېښنې ترڅنګ وایي، که حکومت د سولې ټينګښت لپاره هڅې ونه کړي، ښایي د سولې شته فرصت له لاسه ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې څلور میاشتې وړاندې د قطر په پلازمېنې دوحه کې پیل شوې. د دغو خبرو لومړی پړاو د روان کال د لیندۍ په ۲۰مه وځنډېده او ټاکل شوې د روانې مرغومي میاشتې په ۱۶مه بېرته په دوحه کې پیل شي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام