Asset 1SWN

د امريکا ټاکنو کې د جوبایډن بریالیتوب او د افغانستان پر سیاسي کشالې يې اغېز

201106-joe-biden-washpo-ew-141p_8c87eeeb7d743a6b9c5181a2da556f2b.nbcnews-fp-1200-630

 

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند نوماند جوبایډن خپل جمهوریت پلوه سیال ډونالډ ټرمپ ته په ټاکنو کې ماتې ورکړه او د دې هېواد ۴۶م ولسمشر شو. بایډن په داسې حال کې واک ته رسېږي چې په افغانستان کې د سولې او جګړې بحثونه تاوده دي او ټرمپ په قطر کې د افغان دولت او طالب استازيو ترمنځ د سولې خبرو پروسه پيل کړې ده.

خو اوس ویل کېږي چې د ټرمپ ماتې او د بایډن بریا به د افغانستان پر سیاسي کشالې ډېر اغېز ولري.

یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې په سپینه ماڼۍ کې د جوبایډن حضور به د افغانستان په تړاو د امریکا بهرنۍ پالیسي بدله کړي. د چارو دغه کارپوهان وايي، امریکا نه‌شي کولای د افغان سولې او جګړې د تحولاتو له پام کې نیولو پرته د افغانستان په اړه کره او روښانه بهرنۍ پالیسي ولري.

د سیاسي چارو کارپوه مصطفا علي‌زاده سلام‌وطندار سره خبرو کې وويل، افغان حکومت باید امریکا کې له دغه منځته راغلي فرصت څخه پوره ګټه واخلي.

علي‌زاده د افغانستان د سولې مسلې او بین‌الافغاني مذاکراتو ته په اشارې ویلي، د نړیوالې ټولنې له هوکړې پرته په افغانستان کې سوله نه‌شي تامینېدلای.

یو بل سیاسي کارپوه باقر محسني سلام‌وطندار ته وویل، د افغانستان سوله او د افغانستان په اړه د امریکا بهرنی سیاست د افغانستان اوسني وضعیت سره تړاو لري.

د محسني په اند، جوبایډن په کراتو د افغانستان د روان وضعیت په اړه خپله ناهیلي ښودلې ده او ویلي يې دي چې په افغانستان کې د ملت جوړونې بهیر له ماتې سره مخ دی.

دغه سیاسي کارپوه، دا بدبینۍ د سولې په بهیر او د افغانستان په اړه د امریکا په بهرني سیاست کې اغېزلرونکې بولي.

د جوبایډن بریالیتوب له ډېرو خوشبینه غبرګونو سره هم مخ شوی دی. د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو په سپینه ماڼۍ کې د نوموړي حضور په نېک فال نیولی او مبارکې یې ورته ویلې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار په یوه ټوېټ کې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د جوبایډن او د امریکا د ولسمشر د مرستیالې کاملا هارېس د بریا مبارکي ویلې ده.

ولسمشر غني ویلي چې له تروریزم سره د مبارزې او په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو په ګډون، افغانستان امریکا سره د سټراټیژیکو همکاریو دوام ته خوشبینه دی.

د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش هم پر خپله ټوېټرپاڼه د دغه هېواد ولسمشرۍ ټاکنو کې د جوبایډن بریا ته مبارکي ورکړې ده.

دانش ویلي، افغان ولس او حکومت د تېرو کلونو په اوږدو کې د بشري حقونو، د ښځو حقونو، بیان ازادۍ او د عدالت او برابرۍ ټینګښت په برخه کې لویې لاسته راوړنې درلودلې دي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې امریکا د دغو لاسته راوړنو او ارزښتونو ساتلو په برخه کې افغان حکومت سره همکاري وکړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله، د افغانستان د وحدت ګوند مشر محمد محقق او جهادي قومندانانو څخه عطامحمد نور هم د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د جوبایډن بریا ته مبارکي ورکړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام