Asset 1SWN

د امريکا د جمهوري رياست ټاکنې

Trump-00-oxx1oam1ei5pub9ho5ktb6j4crfh6ykuqb02cr2ufo

 

د ټاکنيزو کالجونو د رايو پر بنسټ تر اوسه پورې د ډيموکراټ ګوند نوماند جوبايډن ۲۳۸ رايې لاس ته راوړې دي. د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ بيا ۲۱۳ الکټرال رايې اخيستي دي. دغه شمېرې د تغير په حال کې دي.

د ټاکنيزو کالجونو ۵۳۸ رايو له مخې هر نوماند بايد ۲۷۰ رايې وګټي چې د امريکا په ټاکنو کې بريالی شي.

د رايو ورکولو سره هم مهاله د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يوه خبري ناسته کې وويل چې دی به بريالی شي؛ خو سيال يې جوبايډن هم ويلي چې ټاکنو کې د بریالیتوب په درشل کې دی.

په داسې حال کې چې د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو د رايو ورکولو بهير دوام لري، د امريکا په يو شمېر ايالتونو کې د رايو شمېرنه پيل شوې ده.

ښايي د ټولو رايو د پايلو اعلان څو ورځې وخت ونيسي.

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام