Asset 1SWN

کلیمزی: افغانستان بانک د جوبايډن ټاکنيزو کمپاينونو ته پيسې لېږلي

Da-Afghnitan-Bank-1-ozkathkbw49bgljbiz07eqmva6s3pl7z42bwpwb5ag

 

د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون ريیس حسیب الله کلیمزی خبر ورکوي چې د افغانستان بانک د امريکا منتخب ولسمشر جوبايډن ته په کمپاينونو کې پيسې لېږلي دي.

څو میاشتې وړاندې د روان کال سرطان میاشتې پر ۶مه نېټه په افغانستان بانک کې د څو ساعتونو لپاره د برښنا پرې کېدو راپور ورکړل شو چې وروسته د افغانستان بانک د دې راپورونو له خپرېدو څخه خبرپاڼه خپره کړه او ويې ويل، د دې ادارې امنیتي کامرې د سرطان پر ۲مه نېټه د تخنیکي ستونزو له کبله له کاره لوېدلې وې.

د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون ريیس حسیب الله کلیمزي نن د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ورځې غونډه کې ادعا وکړه چې کله په مرکزي بانک کې برښنا پرې شوه او امنیتي کامرو هم کار پرېښود په دې وخت کې د امریکا د اوسني بریالي جمهور ریيس جوبایډن کمپاین ته پیسې استول شوي دي.

کلیمزي پر لویه څارنوالۍ نیوکه وکړه او ويې ویل، دا قضیه باید په جدي ډول وڅېړل شي.

ومو غوښتل چې د دې موضوع په اړه د افغانستان بانک د مسوولانو نظر هم ولرو خو هغوی زموږ اړیکو ته ځواب را نه‌کړ.

په همدې حال کې له فساد سره د مبارزې شبکې اجرايیه ريیس خان‌زمان امرخېل وايي، که څه هم افغانستان کې له فساد سره د مبارزې ستراتیژي جوړه شوې ده؛ خو په هېواد کې په سم ډول نه ده تطبیق شوې.

له فساد سره د مبارزې ورځې په دې مراسمو کې ګډونوالو حکومت له فساد سره په مبارزه کې کمزوری یاد کړ. د دوی په خبره د فساد دوسیو سره سیاسي چلند کېږي، د حکومتي چارواکيو او زورواکو قضيې په عادلانه ډول نه څېړل کېږي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام