کلیمزی: افغانستان بانک د جوبايډن ټاکنيزو کمپاينونو ته پيسې لېږلي

د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون ريیس حسیب الله کلیمزی خبر ورکوي چې د افغانستان بانک د امريکا منتخب ولسمشر جوبايډن ته په کمپاينونو کې پيسې لېږلي دي.

څو میاشتې وړاندې د روان کال سرطان میاشتې پر ۶مه نېټه په افغانستان بانک کې د څو ساعتونو لپاره د برښنا پرې کېدو راپور ورکړل شو چې وروسته د افغانستان بانک د دې راپورونو له خپرېدو څخه خبرپاڼه خپره کړه او ويې ويل، د دې ادارې امنیتي کامرې د سرطان پر ۲مه نېټه د تخنیکي ستونزو له کبله له کاره لوېدلې وې.