د افغانستان بانک وايي چې د اسعارو د راکړې ورکړې مرکز شهزاده سرای به د راتلونکې شنبې په ورځ فعال شي. د دغه بانک په خبره، د افغانستان بانک مشرتابه د شهزاده سرای له مسوولانو او یوشمېر صرافانو سره په ګډه ناسته کې پرېکړه کړې چې د پولي راکړې ورکړې د اسانتیا لپاره به شهزاده سرای فعال کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د افغانستان بانک له خلکو غوښتي چې د تېر په څېر دې یاد مرکز ته ورشي او خپلې راکړې ورکړې دې وکړي. دغه بانک ژمنه کړې چې د مالي او بانکي چارو اړوند په بېلابېلو برخو کې به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

له هغه وروسته چې کابل د تېرې زمري میاشتې په څلېرویشتمه د طالبانو لاس ته ورغی، شهزاده سرای او بانکونه وتړل شول. په دې موده کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه هم لوړه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام