Asset 1SWN

هلمند کې «سباوون» ټلوېزیون له دوه کلن ځنډ وروسته بېرته فعالیت پیل کړ

1686734129777

هلمند کې د «سباوون» ټلوېزیون مسوولان وايي چې له شاوخوا دوه کلن ځنډ وروسته یې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي دي.

د «سباوون» ټلوېزیون د نشراتو مسوول نبي‌‌ اکمل وايي چې د اقتصادي ستونزو او تېرو جګړو له امله یې تېرو دوو کلونو کې خپل فعالیتونه ځنډولي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «سباوون ټلوېزیون څه کم دوه کاله وروسته خپل خپروني راپیل کړې. د اوس لپاره یوازې شپږ ساعته خپرونې په پام کې لري چې په دې کې به بېلابېلې خپرونې ځای ولري، لکه روغتیايي، سیاسي او ټولنیزې خپرونې، د نه فعالیت لامل يې تېرو جګړو کې رامنځته شوي زیانونه او مالي ستونزې وې.»

دغه تلوېزیون د اوس لپاره په یوه شپه او ورځ کې شپږ ساعته خپرونې لري او د مسوولانو په وینا، که امکانات ورته برابر شي، د خپرونو ساعتونه به یې وغځوي.

د مخکیني نظام له پرځېدو وروسته هلمند کې څلور غږیزو او درېوو انځوریزو رسنیو خپل فعالیتونه ځنډولي چې له کبله یې دغه ولایت کې شاوخوا ۹۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم وزګاره شوي دي.

بل‌خوا هلمند کې یو‌شمېر خبریالان د سباوون ټلوېزیون بیافعالېدو ته خوښ دي او هغه د دغه ولایت مطبوعات لپاره یوه ستره لاسته‌راوړنه بولي.

هلمند کې یوه خبریال حمدالله همدرد سلام‌وطندار ته وویل: «دا چې تېر دوه کاله فغانستان کې د خبریالانو لپاره ښه کلونه نه وو، ځکه ډېری خبریالان وزګاره شوي، کوم عاید چي دوی له همدې لاري لاس ته راوړه، هغه يې له لاسه ورکړي دي.»

په همدې حال کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان د یادې انځوریزې رسنۍ له بیافعالیت د هرکلي ترڅنګ وايي، هیله لري چې دغه ولایت کې د رسنیو ځنډول شوي فعالیتونه بېرته پیل شي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال محمدقاسم ریاض وویل: «سباوون ټلوېزیون تر څه ځنډو وروسته بېرته خپل فعالیت پیل کړ دا یو ښه اقدام دی. موږ يې هرکلی کوو، رسنۍ د ولس غږ دی، رسنۍ د ولس او دولت ترمنځ د پل حیثت لري، د همند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ټولو رسنیو سره هر راز همکارۍ ته ژمن دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هلمند کې سباوون ټلوېزیون داسې مهال خپل فعالیتونه بېرته پیلوي چې د مخکیني نظام له پرځېدو وروسته د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې سلګونه رسنیو د بېلابېلو لاملونو له کبله خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام