د ملي پراختیا شرکت او افغان ملي بانک د یکشنبې په ورځ له دوو کلونو ځنډ وروسته د کابل ښار په دهمزنګ کې د افغان ملي ماڼۍ د بیارغولو پاتې چارې پیل کړې.
د دې پروژې مسوولان وايي، د افغان ملي ماڼۍ د جوړولو پروژې ۳۷ سلنه چارې دوه کاله وړاندې بشپړې شوي او ټاکل شوې چې څه باندې ۶۰ سلنه چارې یې تر دې وروسته بشپړې شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملي پراختیا شرکت د تصدۍ رييس محمدمیرویس ارغندیوال وايي، د دې ماڼۍ د جوړېدو ټولیز لګښت دوه میلیارډه افغانۍ دی او ټاکل شوې چې تر درېوو کلونو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړی زیاتوي: «دا ماڼۍ دیارلس پوړیزه ده؛ درې پوړه یې سوداګریز او پاتې لس پوړه یې استوګنیز دي. په لسو پوړونو کې یې ۴۳۰ اپارتمانونه دي چې له جوړېدو وروسته به له درېنیم تر څلور زرو کسانو پورې پهکې ژوند وکړي. د دې ماڼۍ د چارو بیا پیل لپاره له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ کسانو ته اړتیا ده. څلور ډوله اپارتمانونه پهکې لرو چې د دوو کوټو نه تر پنځو پورې پهکې دي. نور امکانات، جومات، کلینیک، د مطالعې او کافيشاپ ځایونه هم لري.»
په همدې حال کې د افغان ملي بانک رییس شاکر جلالي چې دا پروژه تمویلوي، وايي: «دا یوه ستره پروژه ده چې په ۱۳۸۹ کې یې چارې پیل شوې. ملي بانک له اونېکس شرکت سره د دې ماڼۍ د جوړېدو قرارداد کړی و، خو له دغه شرکت سره حقوقي اختلافونه پیدا شول. همدا لامل و چې دوه کاله یې چارې وځنډېدې. د ځنډېدو پر مهال د دې پروژې پر نیمګړتیاوو کار وشو، انشاالله تر ۱۴۰۵ کال پورې د دې پروژې چارې بشپړېږي.»
یوشمېر هغه کسان چې په دې پروژې کې یې ونډه اخیستې او کورونه یې پهکې پېرلي، د جوړولو د چارو بیا پیل په اړه خوښي څرګندوي او وايي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به ګڼشمېر کورنۍ د اوسېدو ځای پیدا او له بېکورۍ څخه خلاص شي.