د ملي پراختیا شرکت مسوولان وايي چې تېر یوه کال کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۸۹ پراختیايي پروژې بشپړې کړې دي.
د ملي پراختیا شرکت مسوولانو نن سهشنبه د زمري لسمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې یادو پروژو کې جوماتونه، د قاتحې سالونونه، ورزشي جمنازیمونه، د پوهنتونونو لپاره لیلیې او پر کورونا د اخته ناروغانو لپاره د روغتونونو رغول شامل دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملي پراختیا شرکت د تولیداتو او سوداګریزو چارو د انسجام مرستیال ریاضالدین شریفي وویل: «د ملي پراختیا شرکت ۱۴۴۴ه.ق کال کې ۸۹ پراختیايي پروژې بشپړې کړي چې جوماتونه، د فاتحې اخیستلو صالونونه، ورزشي جمنازیومونه، پوهنتونونو لپاره لیلیې، ښوونځیو لپاره کمپیوټر لبونه، کورونا ناروغۍ روغتونونه او د تخار ولایت نمک آب کانال پکې شامل دي.»
د ملي پراختیا شرکت د مسوولانو په وینا، ۱۱۳۱ پروژې تر لاس لاندې لري چې له ډلې یې د ۶۰۰ پروژو چارې د بودیجې کمښت له امله درول شوي دي.
دوی ټينګار کوي چې سږکال ۲۱ پروژې تر کار لاندې دي چې د کال تر پایه به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ملي پراختیا شرکت د بنايي ساختماني رییس عبدالله احمدزی وايي: «۱۱۳۱ پروژې تر لاس لاندې لرو چې له ډلې یې ۶۰۰ د بودیجې کمښت له امله درول شوي او د ملي پراختیا شرکت ډېری هغه پروژې تر کار لاندې لري چې عواید یې ډېر وي.»
د یادونې وړ ده چې د ملي پراختیا شرکت مسوولان همداراز وايي، د قوشتېپې د کرنیزو اوبو کانال چې په درېوو فازو کې طرحه شوی، کار پرې روان دی.