د ملي پراختیا شرکت مسوولان وايي، هغه شرکتونه چې د دوی پروژې یې مخته وړي او یاد شرکت ترې پوروړی وو، د دغو شرکتونو شاوخوا ۲۴.۷ میلیارده افغانۍ پور یې ادا کړی دی.

د ملي پراختیا شرکت د تولید او سوداګرۍ چارو د انسجام مرستیال ریاض‌الدین شریفي نن کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د یاد شرکت نږدې ۸۰سلنه مالیاتي مکلفیتونه هم تصفیه شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړې، که چېرته د پروژو ورکوونکې ادارې دوی ته د پروژو پلي کولو لپاره ځانګړې بودیجه ورکړي، د ملي پراختیا شرکت به ۷۴۵ پروژې چې تر کار لاندې دي هم بشپړې کړي.

شریفي د جوزجان د قوش‌تپې کانال پروژې بشپړول، د حیرتانو د کرنیز صنعتي کمپلکس جوړول او د غوري سمنټ کارخونه کې د سمنټونو نوې کارخونې جوړول، د ملي پراختیا شرکت له راتلونکو پلانونو یاد کړل.

په همدې حال کې د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالولي عادل دې غونډه کې وویل چې یاد شرکت د ټولو پروژو له ډلې څخه تراوسه ۳۹۴ پروژې په بېلابېلو برخو کې بشپړې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملي پراختیا شرکت مسوولان ډاډ ورکوي چې د هېواد بیارغونه لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو څو میاشتو کې ګڼ‌شمېر دولتي او خصوصي پروژې درېدلي او یا هم راکمې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام