د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مسوولانو نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال ځمکنیو ترانسپورتي شرکتونو ته د الکترونیکي کتابچو او کارتونو د وېش لړۍ پیل کړه.
د دغه وزارت معین عبدالسلام حیدري وویل، د ځمکني ترانسپورتي خدمتونو معیاري کولو لپاره به ۴۰۰ ترانسپورتي شرکتونو او څه باندې ۶۰۰ ترانسپورتي اتحادیو ته الکترونیکي کتابچې او کارتونه ووېشل شي.
نوموړي وویل: «یاد وزارت د ځمکني ترانسپورتي خدمتونو د معیاري کولو په موخه د کتابچو او الکترونکي کارتونو د وېش بهیر پیل کړی، که شرکتونه له دې بهیر سرغړونه کوي، له ځمکني ترانسپورت څخه به لرې شي.»
د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مسوولان زیاتوي چې د باروړونکو موټرو لپاره به چې تر ۱۷ ټنه زیات بار لېږدوي او هغه مسافروړونکي موټر چې څوکۍ یې له ۲۳ زیاتې وي، «GPS» سېسټم چې ځای مشخصوي، هم نصب شي.
په ورته وخت کې د ترانسپورتي شرکتونو یوشمېر خاوندان د الکترونیکي کارتونو له وېش او باروړونکو او مسافروړونکو موټرو کې د «GPS» سېسټم له نښولو څخه هرکلی کوي او وايي، دغه طرحه د ټرافیي پېښو د خطر کمولو سره هم مرسته کوي.
د ترانسپورتي شرکتونو د ټولنې مشر عطايي وویل: «هره اداره نظام لري او د ترانسپورټ نظام، د کتابچې او الکترونکي کارت وېشل دي او باید هر موټر راشي معلومات یې ثبت او د یوه پاسپورټ ارزښت لري.»
د احمدشاه بابا د ترانسپورتي شرکت مرستیال عصمتالله وردګ وویل، د شرکتونو لپاره د الکترونیکي کتابچو او کارتونو وېشل، د ترانسپورت وزارت د الکترونیکي سیستم معیاري کولو سره هم مرسته کوي.
هغه وویل: «کله چې موټر کې جيپياېس نښلول کېږي او کتابچه او الکترونکي کارت وېشل کېږي چې دا د ځمکني ترانسپورت او دغه وزارت ته اهمیت لري.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د معلوماتو پربنس، د هرې الکترونیکي کتابچې او کارت وېشلو په بدل کې به ځمکنیو ترانسپورتي شرکتونو او ټولنو څخه ۵۰۰ افغانۍ واخیستل شي.