یو‌شمېر ترانسپورټي او باروړونکي شرکتونه د ځمکني ټرانسپورټ د انسجام شورا پر لویو لارو کې د اخاذۍ پر اخیستلو تورنه وي او وایي، دغه شورا په ناقانونه توګه له موټر چلوونکو څخه پیسې اخلي.

د شمال او شمال ختیځ ځمکني ټرانسپورټ مسوول اصف غوربندی وایي، که څه هم د افغانستان د ځمکني ټرانسپورټ د انسجام شورا د ټرانسپورټ په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو خبره کوي، خو په عمل کې هېڅ راز کار نه  کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وایي، په دې وروستیو کې د انسجام شورا په نوم په لویو لارو کې له موټرچلوونکو څخه پیسې اخیستل کېږي چې مخه یې باید ونیول شي.

په همدې حال کې یو موټر چلوونکی سلیمان مومند وایي، د هېواد پر لویه لار د اخاذۍ اخیستل زیات شوي او د اړ دي، څو د مالیې وزارت د ساتنې ګرځنده څانګې او د کورنیو چارو وزارت اړوند امنیتي پوستو ته هم پیسې ورکړي.

نوموړی د ځمنکي ټرانسپورټ د انسجام شورا له لوري د پیسو اخیستلو څخه هم نیوکه کوي او وایي چې پر لویو لارو له موټر چلوونکو څخه په زوره پیسې اخلي.

هغه وویل: « مونږ خپل غږ پورته کړ او ومو ویل چې مونږ د چا د فعالیت مخه نه نیسو. نن یې د انسجام شورا په نامه کانټیرونه ځاې پر ځاې کړي، سبا په بل نوم راوځي. دا د ټرانسپورټ د نظم په برخه کې د فساد لامل کیږي. د انسجام شورا غږ اوچت کړی چې مونږ همکاري کوو، سړک رغوي او خدمات وړاندې کوي. د خدماتو د وړاندې کولو کار د ټولګټو وزارت اړوند دی.»



خو د افغانستان د ځمکني ټرانسپورټ د انسجام شورا رییس طلا محمد اتمانزی وايي چې د دغې شورا فعالیت قانونی دی او که څه هم دوي هره میاشت له موټر چلوونکو څخه پیسې راټولوي، خو د دغو پیسو ډېری برخه پر دوي لګول کېږي.

هغه وایي: «مونږ حساب کتاب لرو مونږ د بیمې په بڼه کار کوو، مونږ هره میاشت له ټیلري موټرو څخه له سلو افغانیو څخه نیولې تر ۵۰۰ افغانۍ په شفافه توګه راټولوو. دفترونه مو ورته جوړ کړي معاش اخلي ناروغان او شهیدان یې کورونو ته لېږدوي.»

دا لومړی ځل نه دی چې ټرانسپورټي او باروړونکي شرکتونه د هېواد پر لویو لارو د اخاذیو په اخیستلو نیوکه کوي. په داسې حال کې چې امنیتي بنسټونو تل په لویو لارو د اخاذیو کموالي خبره کړې، خو داسې څرګندیږي چې په دې اړه هېڅ عملي کار نه دی شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام