Asset 1SWN

سلام وطندار

میراث؛ د ښځو شرعي حق او ټولنیز خنډونه

ښځې حق

که څه هم اسلامي شریعت او د هېواد قوانین ښځو ته د میراث حق په ورکولو ټینګار کوي، خو افغانستان کې په ځانګړي ډول کلیوالي سیمو کې ډېری ښځې له دې حق څخه بې‌برخې پاتې کیږي.

د کورنیو له لوري ښځو ته د میراث حق نه‌ورکولو مسله ګڼ عوامل لري، خو تر ټولو مهم یې ناسم رواجونه، کورني فشارونه او د عامه پوهاوي د نه‌شتون مسله ده.

په دغه راپور کې چې له کومو ښځو سره خبرې شوي، ډېری هغوی د پلار له مرګ وروسته د وروڼو له لوري د میراث له حقونو محرومې شوي.

یو شمېر دغو ښځو وویل، په ډېرو کلیوالي سیمو کې کورنۍ شتمني یوازې د نارینه‌وو حق ګڼلي او ښځو ته د میراث غوښتنه د شرم یا کورنۍ شخړې سبب بلل کېږي.

همدې وضعیت ګڼې ښځې اړ کړي چې یا له خپل حق تېرې شي او یا هم د کورنۍ د اړیکو د خرابېدو له وېرې چوپ پاتې شي.

د کونړ اوسېدونکې ۳۶ کلنه مرينا چې تر دولسم ټولګي يې زده‌کړې کړي وايي چې د پلار له مړینې وروسته د دوی د میراث موضوع هېڅکله په رسمي ډول نه ده مطرح شوې.

د هغې په وينا، وروڼو يې له پيله دا موضوع له پامه غورځولې او ورته یې ویلي چې نجونې میراث کې برخه نه‌لري.

«هغوی ویل چې که نجونې برخه واخلي، شتمني به پردیو ته لاړه شي. د کورنۍ مشرانو هم د دوی ملاتړ کاوه. ما څو ځله د کورنۍ مشرانو ته مراجعه وکړه، خو هغوی هم زما ملاتړ ونه‌کړ. قانوني مراجعو ته ځکه نه یم تللې چې هم مې اقتصادي ستونزې لرلې او هم له ټولنیز فشار څخه وېرېدم. له میراث څخه محرومیت زما پر ژوند ډېر منفي اغېز کړی. اوس له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ یم او ان د خپلو ماشومانو اړتیاوې په سختۍ پوره کوم.»

د کونړ بله اوسېدونکې ۲۹ کلنه بوشرا چې تر څوارلسم ټولګي يې زده‌کړې کړي وايي چې د پلار له مرګ وروسته په پیل کې د میراث موضوع راپورته شوه، خو وروڼو یې دا موضوع بنده کړه او ورته يې وويل چې خپله پرېکړه یې کړې.

هغه د میراث حق ترلاسه کولو لپاره د قانوني مراجعو له اوږدې پروسې هم شکایت کوي.

«دوی د کورنۍ فشار او ځینې ګواښونه کارول. حتی ویل یې که زه خپل حق وغواړم، له کورنۍ سره به اړیکې خرابې شي. ما قانوني مراجعو ته مراجعه وکړه، خو پروسه ډېره اوږده او سخته وه. په پای کې مې یوازې یوه کوچنۍ برخه ترلاسه کړه، چې د اصلي حق سره برابر نه‌وه. دا محرومیت زما پر رواني حالت ډېر اغېز وکړ.»

د کونړ بله اوسېدونکې ۳۴ کلنه زهرا چې تر دولسم ټولګي يې زده‌کړې کړي وايي چې د پلار له مړینې وروسته یې وروڼو د هغې د میراث حق نه‌دی ورکړی او وروڼو یې هر څه په خپل منځ کې وېشلي.

د هغې په وينا، وروڼو یې ورته ويلي چې هغه ښځه ده او د میراث حق نه‌لري.

«په ما یې فشار راوړ چې چوپه پاتې شم او دا موضوع راپورته نه کړم. ما نه غوښتل چې شخړه زیاته شي، نو هېڅ مراجعې ته لاړه نه شوم. همدارنګه، د قانوني چارو په اړه معلومات هم نه لرم. له میراث څخه محرومیت زما ژوند ډېر ستونزمن کړ. اوس د ژوند اړتیاوې په سختۍ برابرم او د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنه یم.»

بل لور ته حقوق‌پوه رشيد خان شينواری وايي، د اسلامي شریعت له مخې د ښځو د میراث حق ثابت دی او د افغانستان په قوانینو کې هم همدې اصل ته اشاره شوې.

د هغه په وينا، که څوک د میراث له حق څخه محروم شي، دا په اصل کې مدني تخلف ګڼل کېږي او متضرر کولی شي له محکمې خپل حق وغواړي، خو که په دې برخه کې له دوکې، فشار او زور څخه کار واخيستل شي، نو دا عمل جرمي بڼه خپلوي او عامل يې د سزا وړ ګرځي.

هغه زياتوي، سره له دې چې قانوني او شرعي احکام شته، بيا هم ځينې کسان د نورو حقوق تر پښو لاندې کوي، نو اړمن کسان بايد عدلي او قضايي ادارو ته مراجعه وکړي.

«په انساني ټولنه کې معمولاً دا ډول اعمال او حرکات ترسره کيږي، که څه هم د اسلامي شریعت او د قوانینو حکم دی چې ټول واريثا باید د ميراث مستحق دي، د خپل میراث څخه مستفيد شي، سره له دې بيا هم په ټولنه کې داسې اشخاص او افراد پيدا کيږي چې هغوي د نورو د حقوقو تلف کوي، دا ډول افراد چې د نورو حقونه تلف او حق نه ورکوي، نو په دې رابطه هغوی کولی شي چې محاکمو ته، عدلي او قضایي ارګانونو مراجعه وکړي، څو خپل حق ترلاسه کړي.»

د ښځو د حقونو فعاله عايشه صافۍ هم وايي چې په ډېری کلیوالو سیمو کې ښځو ته د میراث حق نه‌ورکول کیږي.

هغه زیاتوي چې که څه هم د دیني او قانوني اصولو له مخې، ښځې د میراث حق لري، خو په افغان ټولنه کې دا حق ډېر محدود پلي کېږي.

د هغې په وینا، د دې ستونزې تر شا دودیز باورونه، د کورنۍ فشارونه، د ښځو اقتصادي او تعلیمي کمزورتیا او دا اندېښنه چې د حق غوښتل د کورنۍ اړیکې خرابوي، مهم عوامل ګڼل کېږي.

«تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې ډېری ښځې خپل قانوني حقونه نه پېژني. ښځې له ګواښ، تاوتریخوالي او بدنامۍ وېرېږي. ښځې اکثره پر کورنۍ متکي وي او د حق غوښتلو توان نه‌لري. ښځې ته د «حق غوښتونکې» پر ځای د «سرغړونکې» په سترګه کتل کېږي. د دې ستونزې د حل لپاره څو مهمې لارې چارې شته. د رسنیو، راډیو، او ټولنیزو پروګرامونو له لارې د میراث حق په اړه معلومات ورکول. د اسلام له نظره د ښځو د میراث حق روښانه کول او دېته ورته نور.»

په همدې حال کې، ديني عالم مولوي ميرباز توحيديار ټينګار کوي چې د ښځو له میراث څخه محرومول ګناه ده، ځکه ښځه هم د پلار اولاد ده او د نارینه په څېر د میراث حق لري.

د هغه په وينا، که څوک خپله لور يا خور له میراث څخه بې برخې کړي، نو دا کار ظلم بلل کېږي او عاملين يې د شریعت له مخې مجرم ګڼل کېږي.

«داخو ګناه او حرام عمل دی، ښځه هم د پلار اولاد دی، لکه څرنګه چې سړی حق لري، نو داسې ښځه هم حق لري. که چيرې يو پلار يا ورور خپله لور يا خور ته په ميراث کې حق ورنه کړي او بې برخې یې کړي، نو دغه وروڼه حرام خواره او ظالمان بلل کېږي. دا عمل ظلم او ناروا دی چې خور يا لور له ميراث څخه محرومه کوي، دا خلک حرام خواره او ظالمان دي.»

که څه هم د افغانستان قوانین او اسلامي شریعت ښځو ته د میراث حق ورکوي، خو د ښځو د شهادتونو له مخې، په عملي ډګر کې لا هم ډېرې ستونزې شته.

کارپوهان ټینګار کوي چې د پوهاوي لوړول، قانوني ملاتړ او ټولنیز بدلونونه کولی شي د دې ستونزې په حل کې مهم رول ولوبوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام