افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبورا لاینز د اسلامي امارت له یوشمېر چارواکو سره په خپله کتنه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د تضمین غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما، په يوه ټویټر پيغام کې لیکلي، د دغه سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې د اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنه کې غوښتنه کړې چې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لرې او د ښځو اساسي حقونو ته درناوی ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوناما ټینګار کړی چې له نړیوالې ټولنې سره د تعامل لپاره، د اسلامي امارت سرپرست حکومت باید خپلې ژمنې عملي کړي او نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

همداراز باید ډاډ ترلاسه شي چې ښځې وکولای شي کار وکړي، اساسي خدماتو ته لاسرسي ولري او له کوم خنډ پرته په ازاده توګه تګ راتګ وکړای شي.

یوناما د وروستیو فشارونو پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان د خلکو په ځانګړې ډول د هغو افغانانو ملاتړ لپاره چې له بې وزلۍ څخه ځورېږي، له اسلامي امارت سره به خپلو خبرو ته دوام ورکوي.

د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د بندیزونو پر دوام، د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په یوه فرمان کې د ښځو شرعي حجاب جبري کړ.

په یاد فرمان کې راغلي، ښځې مکلفې دي چې «چادري یا بُرقه او تور رنګه حجاب یا پړونی» واغوندي او له اړتیا پرته باید، له کورونو څخه را ونه‌‌وځي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت له خوا پر ښځو د حجاب د جبري کېدو پرېکړې له ځان سره ملي او نړیوال غبرګونونه لرل.

له دغو نیوکو او غبرګونونو وروسته د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر پرون د یوه ویډيويي پیغام په خپرولو سره ویلي: «د چادري یا بُرقې اغوستل جبري نه دي. عربي حجاب یا هغه پړونی چې په لریو پرتو سیمو کې یې ښځې استفاده کوي»، هغه هم حجاب ګڼل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام