د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د «روسیه‌ ـ‌ منځنۍ اسیا» په نوم غونډه کې چې د جمعې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې جوړه شوې وه، افغانستان کې د ناامنیو ډېروالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

پوتین ویلي چې لوېدیځ هېوادونه، په تېره امریکا او بریټانیا د ځینو هېوادونو پر پولو د بریدونو لپاره د اسلامي امارت د مخالفو ډلو ملاتړ کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ولادیمیر پوتین په دې غونډه کې ټینګار کړی چې له اسلامي امارت سره د اړیکو ساتل اړین دي.

هغه زیاته کړې چې د روسیې سوېلي پولې له ترهګریزو ګواښونو سره مخامخ دي او له اسلامي امارت سره د اړیکو ساتل نه یوازې د روسیې، بلکې د سیمې هېوادونو په ګټه هم دي، څو اجازه ور نه کړي چې افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام