د کاپیسا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالي کې د وروستیو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې دوه کسان مړه شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

مسوولان زیاتوي چې په دې سېلابونو کې لسګونه کورونه نړېدلي او سلګونه کرنیزې ځمکې له‌منځه تللي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کاپیسا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس روح‌الله روحاني سلام‌وطندار ته ویلي، بېګاه شپه د تګاب ولسوالي ادیزاني، کاکو، شکوت، میراخېل، قلعه صالح او لنداخېلو کلیو کې د راوتلو سېلابونو له امله د یوې کورنۍ دوه غړي مړه شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د روحاني په وینا، راوتلیو سېلابونو په نجراب، اله‌سای او کوهبند ولسوالیو کې هم خلکو ته زیانونه اړولي دي. د کاپیسا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس همداراز زیاته کړې چې د سېلابونو سربېره، اورښتونو هم د بزګرانو محصولاتو ته زیان رسولی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په تګاب، نجراب، اله‌سای او د یاد ولایت په مرکز کې د روانې اوونۍ پرمهال دا څوم ځل دی چې سېلابونه راوځي او خلکو ته درنه ځاني او مالي زیانونه اړولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام