د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې کابل ښار کې د اسلامي امارت د ځواکونو او (داعش) ډلې پورې د اړوند وسله والو کسانو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې ده.

مجاهد لیکلي چې د اسلامي امارت ځواکونو نن سهار د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند کارته سخي سیمه کې د «خوارجو پر یوې مهمې ځالې» عملیات کړي دي.

د اسلامي امارت چارواکي د «خوارجو» کليمه د داعش ډلې پورې اړوند کسانو لپاره کاروي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي چې د دې عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې ۴ غړي وژل شوي او یو بل «ژوندی» نیول شوی دی.

هغه زیاته کړه چې د دغو عملیاتو په پایله کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د اسلامي امارت د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې داعش ډلې پلان درلود، له دغه مرکز څخه پر شیعه ګانو چې زیات شمیر یې د محرم په ورځو کې د کارته سخي په سیمه کې راغونډېږي، برید وکړي.

مجاهد د اسلامي امارت ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا د کورنیو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې عملیاتو کې د یوې ښځينه پوليسې په ګډون، دوه امنیتي ځواکونه وژل شوي او د اسلامي امارت څلور سرتیري هم ټپیان شوي دي.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده چې دغه نښته نن سهار ۱۱:۳۰ پیل شوې وه چې ساعتونه يې دوام وکړ.

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام