د قوش تيپې کانال د هېواد د تر ټولو سترو کانالونو له ډلې يو دى چې د بلخ ولايت په کلدار ولسوالي کې له آمو سيند نه پيل شوى او د حيرتان له دښتو، د بلخ له دولت اباد او د جوزجان له اقچې ولسوالیو نه په تېرېدو د فاریاب په اندخوى ولسوالي کې پاى ته رسېږي. دغه کانال ٢٨٥ کيلومتره اوږدوالى، سل متره سور او ٨٥ متره غوچوالى لري.

د قوش‌تیپې کانال د هېواد له سترو کانالونو څخه شمېرل کېږي چې د بلخ ولایت د کلدار ولسوالي له امو سیند څخه پیلېږي او له حیرتان دښتو په تېرېدواو د دولت‌اباد او د جوزجان د اقچې ولسوالیو څخه په تیرېدو د فاریاب اندخوۍ ولسوالۍ ته رسیږي.

د قوش‌تیپې ملي کانال نن د اسلامي امارت د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اسلامي امارت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د اسلامي امارت د یوشمېر نورو سرپرست وزیرانو په حضور کې پرانیستل شوه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ملا عبدالغني برادر د یادې پروژې د پرانیستې پرمهال وویل، دغه کانال د هېواد په شمال کې د خړوبولو تر ټولو ستره پروژه ده. هغه زیاتوي، د قوش‌تیپې کانال کار په بشپړېدو سره به افغانستان د کرنې په ځانګړې توګه د غله‌جاتو له اړخه پر خپلو پښو ودرېږي.

د ښاغلي برادرد په وینا، د دغه کانال د جوړېدو چارې به ۵ کاله وخت ونیسي او  د دې کانال په اوږدو کې به نور کوچني کانالونه هم د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره جوړ شي.

په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عبدالرحمان راشد د دغه کانال پرانیسته یوه لویه لاسته راوړنه بولي او وايي، د دغه کانال په جوړېدو سره به د کرنې لپاره شرایط ښه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایتو سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وايي چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به افغناستان د غنمو وارداتو ته اړتیا ونه لري.

د قوش‌تیپې کانال پروژه د ملي ودانیز شرکت له خوا جوړېږي. دغه کانال د ۵۵۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او په یوه ثانیه کې ۶۵۰ متر مکعب اوبه انتقالوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام