د مدني ټولنو استازو د مدني فعالیتونو د ملاتړ او پیاوړتیا غوښتنه وکړه

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د هېواد د ۳۴ ولایتونو د مدني ټولنو استازو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د خلکو د ستونزو د مشخصولو او راټولولو لپاره غونډه جوړه کړه. هغوی وایي، په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې به د ولایتونو په کچه د خلکو ستونزې په نښه او د دې ستونزو د حل لپاره به حکومتي چارواکو سره خبرې وشي.

هېواد کې د ۱۴۰۰ کال احصاييه؛ نفوس زیات او د خدمتونو وړاندې کولو کچه کمه شوې

د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي ادارې چارواکو د چهارشنبې په ورځ کابل کې د یوې خبرې غونډې پرمهال د ۱۴۰۰ کال د احصايي شمېر، میتودونه او معلومات خپاره کړل. د دې شمېرو له مخې، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د افغانستان نفوس ۳۴.۳ میلیونه ښودل شوی په داسې حال کې چې تېر ۱۴۰۰ کال  کې ۳۳.۶ میلونو ته رسېده.

اسلامي امارت په غور کې نادولتي مرستندويه موسسو ته د بيافعاليت اجازه ورکړه

د غور سیمه‌ییز مسوولان په دغه ولایت کې د نا‌دولتي مرستندویه بنسټونو د بیا پرانیستلو خبر ورکړی دی. د غور د والي ویاند، عبدالواحد حماس سلام‌وطندار ته وویل چې د دغه ولایت والي احمدشاه دین‌دوست پرون د ملګرو ملتونو له مرستیال سره په کتنه کې په غور کې د نادولتي مرستندویه ادارو د بندېدو په اړه خبرې کړې دي.

پر بشري حقونو د څار سازمان بهر ته د ا.ا د مشرانو پر سفر د بنديز غوښتنه کړې

د اسلامي امارت له‌خوا پر ښځو د بندیزونو د لګېدو او د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو بندېدو سره هم مهاله د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د اسلامي امارت د دغه اقداماتو په غبرګون کې پر هغوی هم بندیزونه ولګوي.

د درملو او خوړو ملي ادارې د بې‌کيفيته درملو او خوړو د سوځولو کمپاين پيل کړ

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولان نن کابل کې یوې خبري غونډه ته وویل چې په هېواد کې د بې‌کیفیته خوړو او درملو د راټولو په موخه د « بې‌کیفیته درملو او خوړو د سوځولو» تر نامه لاندې ملي کمپایل پیل کړی دی.

د اسلامي امارت چارواکو بلخ کې د قوش‌تیپې کانال پروژه پرانیسته

د قوش تيپې کانال د هېواد د تر ټولو سترو کانالونو له ډلې يو دى چې د بلخ ولايت په کلدار ولسوالي کې له آمو سيند نه پيل شوى او د حيرتان له دښتو، د بلخ له دولت اباد او د جوزجان له اقچې ولسوالیو نه په تېرېدو د فاریاب په اندخوى ولسوالي کې پاى ته رسېږي. دغه کانال ٢٨٥ کيلومتره اوږدوالى، سل متره سور او ٨٥ متره غوچوالى لري.

د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی؛ یوه میاشت کې څه باندې دوه برابره زیات شوی

د افغانستان د ژورنالستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون مارچ میاشت کې د خبریالانو وضعیت په اړه خپل یو میاشتنی رپوټ خپور کړ. دغه رپوټ کې ویل شوي، چې مارچ میاشت کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی څه باندې دوه برابره زیات شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوړو بحران په ژورېدو دی

د خوړو نړیوال پروګرام يا ډبلیو اېف پي وايي چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب بحران د ژوريدو په حال کې دی.  د خوړو نړيوال پروګرام يوې څېړنې ښودلې چې دا مهال د افغانستان ۲۳ ملیونه وګړي د خوړو خونديتوب نه لري او دا شمېرې د لوړيدو په حال کې دي.

چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو درېیمه غونډه؛ متقي بیجینګ ته رسېدلی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن په ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په درېمه غونډه کې د ګډون په موخه د چین پلازمېنې بیجینګ ته ورسېد.

ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو دوه‌ورځنی نندارتون جوړ شو

ننګرهار کې د بزګر ورځې نمانځنې سره هم‌مهاله د حکومتي ادارو او خصوصي سکتور په همکارۍ د کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندراتون پرانستل شو. د کورنیو تولیداتو دغه نندراتون کې د هېواد بېلا بېلو سیمو کې لسګونه تولید شوي توکي لسګونو غرفو کې نندارې او خرڅلاو ته کېښودل شوي.

د نجونو ښوونځیو د تړلو پروړاندې غبرګونونه؛ نړیوال بانک د ۶۰۰ میلیونه ډالرو پروژې وځنډولې

رویټرز خبري اژانس یوه رپوټ کې ویلي چې نړیوال بانک د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو تړلي پاتې کېدو په غبرګون کې، افغانستان کې د څلورو سترو پروژو پلي کول ځنډولي دي. د دې پروژو ارزښت شاوخوا ۶۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي.