د غور سیمهییز مسوولان په دغه ولایت کې د نا‌دولتي مرستندویه بنسټونو د بیا پرانیستلو خبر ورکړی دی. د غور د والي ویاند، عبدالواحد حماس سلام‌وطندار ته وویل چې د دغه ولایت والي احمدشاه دیندوست پرون د ملګرو ملتونو له مرستیال سره په کتنه کې په غور کې د نادولتي مرستندویه ادارو د بندېدو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي حماس زیاته کړه، د غور والي د ملګرو ملتونو له مرستیال سره په ادارو کې د شته فساد په اړه خبرې کړې دي. د هغه په وينا، په غور کې د بنسټونو د بيا پرانېستلو له امله د ملګرو ملتونو سرمنشي له سيمه‌یيزې ادارې څخه د دوو مياشتو وخت غوښتى چې کاري بهير اصلاح کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غور د والي ویاند وایي چې په دغه ولایت کې د نادولتي مرستندویه بنسټونو د تړلو لامل د هغوی خپل‌سري فعالیت او شته فساد دی. هغه ټینګار کړی چې په دوو میاشتو کې د دغو موسسو د فساد په اړه به څېړنه وشي او مخه به یې ونیول شي.

بل‌خوا په غور کې د مرستندويه ادارو يو شمېر مسوولان چې نه يې غوښتل نومونه يې په راپور کې شامل شي وايي، سره له دې چې د دغه ولايت سيمه‌ييزې ادارې دوى ته د بيا فعالېدو اجازه ورکړې، خو د موسسو د مرکزي دفترونو مسوولان د خپل‌سري نیولو او دروغو تورونو له امله په دې ولایت کې د فعالیتونو دوام ته زړه نه ښه کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

غور کې د مرستندویه موسسو مسوولان وايي چې په اوسنیو شرایطو کې خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره لېواله دي او هیله څرګندوي چې سیمه‌ییز مسوولان او د یادو موسسو مرکزي مسوولانو سره د فعالیت او د موسسو د پلان عملي کولو په برخه کې سره هوکړې ته ورسېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام