د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي، که څه هم په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه پوهېږئ، خو تر هغه یې چې شرایط نه وي منل شوي، اسلامي امارت به په رسمیت ونه پېژني.

نوموړي دا څرګندونې له یوې امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي. ټوماس ویسټ سره له دې چې په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه اندېښنه لري، خو د دغه هېواد د کنګل شویو پیسو ازادول د اسلامي امارت له لوري د ژمنو له عملي کولو سره تړلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ویسټ ټینګار کړی چې اسلامي امارت باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او امریکا هم باید په دې اړه ډاډ ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د اسلامي امارت د سیاسي دفتر غړي انس حقاني له یوې رسنۍ سره په مرکه کې د نړیوالې ټولنې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل د افغانانو په حق کې بې‌انصافي بللې ده. هغه ویلي، اسلامي امارت نړیوالې ټولنې ته هغومره اړتیا نه لري، څومره یې چې هغوی ورته لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم واک ته د اسلامي امارت د رسېدو نږدې څلور میاشتې په پوره کېدو دي، خو لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او همدا لامل دی چې ورځ تر بلې په هېواد کې اقتصادي او ټولنیز وضعیت ترینګلی کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام