د نجونو ښوونځیو تړل پاتې‌کېدل؛ حقاني: بې‌سوادي هېواد کې د بې‌وزلۍ اصلي لامل دی

د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني نن د یوې خبري ناستې پرمهال چې هېواد کې د پوهنې، لوړو زده‌کړو او بې‌وزلۍ د وضعیت څېړنې په موخه جوړه شوې وه، وویل چې د نورو لاملونو ترڅنګ بې‌سوادي افغانستان کې د بې‌وزلۍ له اصلي لاملونو څخه شمېر کېږي.

امریکا: د افغانستان په وضعیت پوهېږو، خو خپل شرایط لرو

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي، که څه هم په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه پوهېږئ، خو تر هغه یې چې شرایط نه وي منل شوي، اسلامي امارت به په رسمیت ونه پېژني. ویسټ ټینګار کړی چې اسلامي امارت باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او امریکا هم باید په دې اړه ډاډ ترلاسه کړي.