د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني نن د یوې خبري ناستې پرمهال چې هېواد کې د پوهنې، لوړو زدهکړو او بېوزلۍ د وضعیت څېړنې په موخه جوړه شوې وه، وویل چې د نورو لاملونو ترڅنګ بېسوادي افغانستان کې د بېوزلۍ له اصلي لاملونو څخه شمېر کېږي.
انس حقاني د حکومتونو کمزورتیا، جګړه، بېسوادي، وزګارتیا، اقلیمي بدلونونه، د نفوسو زیاتوالی، د خصوصي سکټور وده نه کول او له طبیعي سرچینو څخه ګټه نه اخیستل په هېواد کې د بېوزلۍ له لاملونو بولي او ټينګار کوي چې د اقتصادي وضعیت له ښهوالي وروسته باید د بېسوادي ستونزه هم حل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسلامي امارت دغه لوړپوړی غړی په داسې حال کې بېسوادي د بېوزلۍ اصلي لامل بولي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.
بلخوا د پوهنې وزارت معیین سیعداحمد شهیدخېل په دې ناسته کې وویل چې زدهکړې کول د هر افغان حق دی او ښځې، نارینه، ماشومان او عمر لرونکي کسان اجازه لري چې په انډویزه توګه زدهکړې وکړي.
نوموړي زیاته کړه: «که چېرته علم ته په سمه توګه رجوع وشي او ټول پر زدهکړو بوخت شي، ټوله نړۍ کې به امنیت، پرمختګ او ارامي راشي.»
دا په داسې حال کې ده چې نږدې لس میاشتې کېږي، له شپږم ټولګي پورته نجونې زدهکوونکې له ښوونځیو راګرځول شوي چې دغه اقدام له تندو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
په ورته مهال د غبرګونونو پر دوام اسلامي امارت د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانستلو لپاره د یوې شپږ کسیزې کمېټې د جوړېدو خبر ورکړ، خو تراوسه یادې کمېټې د خپلو کارونو د پایلو او پرېکړو په اړه څه نه دي ویلي.