د پکتیا مرکز ګردېز اوسېدونکي وایي چې څو ورځې وړاندې د ګردېز ښاروالي د اوبلن ګاز شرکتونه وتړل چې ورسره په ښار کې د ګاز بیه لوړې شوې ده.

د ګردېز ښار اوسېدونکي زیاتوي چې د ګاز شرکتونو په تړل‌کېدو سره د یوه کیلو ګاز بیه له ۷۰ افغانۍ، ۹۰ افغانۍ ته ختلې ده. د مرکز ګردېز د اوسېدونکو په وینا، ښار کې د ګاز کمښت له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بل‌خوا د پکتیا ولایتي چارواکي بیا وایي، په ګردېز ښار کې یې د ګاز شرکتونه له دې امله تړلي چې د ښار په منځ کې یې فعالیت کاوه.

د ګردېز ښاروال محمد شریف الهام وایي چې د ګازو شرکتونو د ښار په منځ کې فعالیت کاوه او د ښار د خوندیتوب په پار یې پرېکړه کړې چې د ګاز شرکتونه باید د ښار له مرکز درې کیلو مټره لرې سیمو ته ولېږدول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

د ښاروال په وینا چې د خلکو د ستونزې د حل لپاره یې په ځینو سیمو کې د ګاز ټانکرونه درولي، څو د اړتیا وړ ګاز ترلاسه کړي.

ګردېز ښاروالي څو میاشتې مخکې شرکتونو ته خبرداری ورکړی و چې د خپل فعالیت لپاره له ښار لرې یوه سیمه وټاکي، خو د شرکتونو مسوولانو دا پرېکړه عملي‌ نه کړه او څو ورځې وړاندې ښاروالي یې هټۍ وتړلې.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام