Asset 1SWN

نیمروز کې یو ماشوم ژورې څاه ته لوېدلی او مړ شوی

20230401_215650-q4dsx0sp7rovk8kc0zzqsz0dzla6pt2uurpa3ng8so

د نیمروز مسوولان وايي، یو درې کلن ماشوم نن (د وري دولسمه، شنبه) د دغه ولایت د خاشرود ولسوالي په «کندهاري» سیمه کې ژورې څاه ته لوېدلی او مړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نیمروز د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس محمدقاسم محمد وايي، که څه هم دوی له نورو اړوندو ادارو سره په ګډه سیمې ته ورغلي، خو په وینا یې، د ماشوم کورنۍ هغه له شاوخوا ۶۰ مټره څاه نه را اېستلی او مړ شوی و.

هغه د نیمروز له ټولو اوسېدونکو غواړي چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د خپلو ژورو څاه‌ګانو سرونه پټ کړي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې د نیمروز په ګډون، د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم یوشمېر کسان چې ډېری یې ماشومان وو، ژورو څاه‌ګانو ته ور لوېدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغو کسانو له ډلې، یوشمېر هغه یې ژوندي را اېستل شوي او یوشمېر نورو یا څاه کې عمر پرې کړی او یا هم له را اېستل کېدو وروسته مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام