Asset 1SWN

پاسپورټ ریاست کې له بې‌‌نوبتۍ د خلکو شکایت؛ مسوولان: صبر ولرئ

Taliban_2-1

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره یې یو کال وړاندې په انلاین بڼه نوملیکنه کړې، خو تراوسه د پاسپورټ اخیستو د چارو مخې ته وړو لپاره دغه ریاست ته نه دي ورغوښتل شوي.

دغه هېواد‌وال د پاسپورټ پر عمومي ریاست د نیوکې ترڅنګ وايي چې د یاد ریاست کارونه پر ځنډ مخته وړل کېږي او په وینا یې، د کال په تېرو لا هم ځینو کسانو ته د مراجعې نېټه نه ده په ډاګه کړل شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل اوسېدونکې زینب وویل: «ما او خاوند مې یو کال کېږي چې د پاسپورټ لپاره نوملیکنه کړې، خو تراوسه موږ ته تاریخ نه دی راکړل شوی او سایت هم بند وي یا یې نه پرانیزي. پاسپورټ ریاست ته چې ځو هلته هم بیروبار وي او نشو کولای چې دننه لاړ او پوښتنه وکړو.»

په همدې حال کې د کابل ښار یو‌شمېر نور  اوسېدونکي هم له ورته برخلیک سره مخ دي او وايي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د پاسپورټ لپاره نوملکینه کړې، خو د مراجعې نېټه یې تراوسه نه ده معلومه شوې.

د دوی په وینا، پاسپورټ ته سخته اړتیا لري او نه پوهېږي خپله ستونزه چا ته ورسوي. دوی له اړوند مسوولانو د ستونزې د حل غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکي هلال وویل: «نږدې یو کال کېږي چې د پاسپورټ لپاره مې نوملکینه کړې، خو تراوسه هېڅ معلوم نه دي، نه یې تاریخ وهلی او نه بل څه. ستونزې ډېرې دي، وضعیت مو همداسې ګډوډ دی.»

په همدې حال کې د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن وايي چې د نوملیکنې پروسس وخت ته اړتیا لري او هېوادوال دې صبر وکړي.

نوموړي وویل: «سلګونه زره کسانو نوملیکنه کړې او زموږ ظرفیت د ورځې ۱۰۰۰۰ دی چې وخت غواړي. چا چې وروسته نوملکینه کړې، هغوی ته به وروسته نوبت رسېږي او ټولو ته نوبت رسېږي، موږ هڅه کوو چې ظرفیت لوړ کړو او ډېر پروسس کړو کابل او ولایتونو کې هم، دې ته مو پرېکړه نیولې چې تر  ۱۰۰۰۰ ظرفیت لوړ کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې څه باندې یو نیم کال کې د پاسپورټ عمومي ریاست په وار وار تړل شوی او  د پاسپورټ ګڼ‌شمېر غوښتنې هم لامل شوي چې خلک په میاشتو میاشتو په تمه پاتې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام