Asset 1SWN

سلام وطندار

نیمروز کې د سړې هوا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۴ ته ورسېد

photo2826253906

نیمروز کې محلي سرچینې او مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرې یوې اوونۍ سړې هوا او توپانونو ۳۲ روږدي کسان، یوه مېرمن او یو ماشوم مړه کړي دي.

 سرچینې چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته وايي، دغه ولایت کې د سړې هوا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۷ څخه  ۳۴ ته لوړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سرچینې په وینا، د سړې هوا په پیل کې ۲۵ روږدو کسانو، یوه عمر خوړي او یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

په ورته مهال سرچینې زیاته کړې چې د روانې سړې هوا له کبله دغه ولایت کې تر دې مهاله ۲۵۰۰ څاروي هم له‌منځه تللي دي.

بل‌خوا د زرنج ښاروالي مسوولان وايي چې د دوی ټیمونو په تېرو پنځو ورځو کې د زرنج ښار له بېلابېلو سیمو څخه پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو ۳۲ جسدونه ټول کړي چې د سړې هوا له امله مړه شوي وو.

د زرنج ښاروالي یوه مسوول د خپل نوم نه ښودلو په شرط، سلام‌وطندار ته ویلي، ښاروالي د زرنج ښار له امنیتي حوزو سره په همغږۍ روږدي کسان راټول کړي او یوه خوندي ځای کې یې ساتي.

نوموړي ویلي: «موږ هره شپه ۱۵۰۰ روږدو کسانو ته خواړه ورکوو، ځای مو هم ورته په پام کې نیولی، څو د سړې هوا له کبله مړه نشي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د تېرو لسو ورځو پر مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۷۰ کسان مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام