د افغانستان سوړ ژمی؛ ۱۶۶ کسان مړه شوي او ۸۰ زره څاروي له منځه تللي

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د سږني ژمي سړې هوا، سېلابونو او ګازو له کبله په هېواد کې ۱۶۶ کسان مړه شوي او ۸۰ زره څاروي هم له منځه تللي دي. په همدې حال کې د غور یو اوسېدونکی عبدالظاهر وایي، همدا تېره اوونۍ یې یو ماشوم د سړې هوا له امله مړ شوی دی.

غزني کې سړې هوا دوه کسان مړه کړي

د غزني د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عمر حقاني سلام‌وطندار ته ویلي چې د سه‌شنبې شپه په دغه ولایت کې د سړې هوا له کبله دوه کسان مړه شوي دي.

جوزجان کې د سختې یخنۍ له امله د مړینې شمېرې ۲۴ ته ورسېدې

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د سختو واورو اورېدو او سړې هوا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴ ته رسېدلی دی.
د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند عبدالستار حلیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې د سختې واورې او یخنۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېرې په لوړېدو دي او لپاره یې یو حقیقت‌موندونکی پلاوی هم ټاکل شوی دی.

جوزجان کې سړې هوا ۱۸ کسان مړه کړي

د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند عبدالستار حلیمي وايي، د سختې واورې اورېدو او سړې هوا د دغه ولایت خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د نوموړي په وینا، جوزجان کې سړې هوا د څلورو ماشومانو او پنځو ښځو په ګډون، ۱۸ کسانو ژوند بایللی او نږدې ۱۷زره څاروي هم مړه شوي دي.
هغه وايي، دا لومړنۍ شمېرې دي او ښايي خلکو ته د اوښتې مړینې شمېرې تر دې هم لوړې شي.

پر افغانانو بل ناورین؛ سړې هوا په پنځو ولایتونو کې ۴۵ کسان مړه کړي

د سلام‌وطندار معلومات ښيي چې هېواد کې په بې‌سارې توګه د هوا له سړېدو وروسته له یوازې څو ورځو راهیسې په پنځو ولایتونو کې ۴۵ کسان د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.
اوس چې د بې‌وزلۍ له کبله افغانان حیران دي چې ځان او کورنۍ ته خواړه برابر کړي که کورونه تاوده وساتي، له تر ټولو سخت وضعیت سره مخامخ شوي دي.

جوزجان کې سړو څه کم درې‌نیم زره څاروي مړه کړي

د جوزجان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس سراج‌الدین سراجي سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت په خماب، فیض‌اباد، خواجه‌دوکوه، قوش‌تپې، درزاب، مردیان، منګجیک، اقچې، قرقین او خانقاه ولسوالیو کې ۳۴۰۷ څاروي د سختو سړو له کبله مړه شوي دي.

سړه هوا او بې‌وزلي؛ خلک: د اوبو نلونه یخ وهلي، په پیسو یې پېرو

هېواد کې د سړې هوا له بې‌سارې څپې سره د کابل ښار او یوشمېر سړو ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې د څښاک اوبو له کمښت یا هم نشتون سره مخامخ دي.
د کابل ښار اوسېدونکي وارث شینواری او اجمل شېرزاد وايي، کورونه یې ته د اوبو ورغلي نلونه یخ وهلي چې له کبله یې ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د بامیان او دایکندي اوسېدونکي: د خوراکي او سوند توکو د پېر توان نه‌لرو

په بامیان او دایکندي کې د سختو واورو  له اورښت سره هم‌مهاله د دغو دوو ولایتونو اوسېدونکي له بې‌وزلۍ او ناداراۍ څخه د اندېښنې په څرګندونو سره وايي چې د خوراکي او سوند توکو د پېرلو توان نه‌لري. دوی همداراز د مرستو نه ترلاسه کولو او د مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستو پر ناعادلانه وېش هم نیوکه کوي.

اوچا: ۲۴میلیونه افغانان سړې هوا سره د مبارزې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه افغانان سړې هوا سره د مبارزې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. په ورته مهال اوچا ویلي چې د توکو د بیو لوړوالي سره هم‌مهاله د ۲۴ میلیونه افغانانو اړتیا ډېره شوې او دوی په بېړنۍ توګه ګرمو جامو، سرپناه او د ځانونو د ګرمېدو لپاره نغدو پیسو ته اړتیا لري.