Asset 1SWN

پر افغانانو بل ناورین؛ سړې هوا په پنځو ولایتونو کې ۴۵ کسان مړه کړي

سړه هوا

د سلام‌وطندار معلومات ښيي چې هېواد کې په بې‌سارې توګه د هوا له سړېدو وروسته له یوازې څو ورځو راهیسې په پنځو ولایتونو کې ۴۵ کسان د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اوس چې د بې‌وزلۍ له کبله افغانان حیران دي چې ځان او کورنۍ ته خواړه برابر کړي که کورونه تاوده وساتي، له تر ټولو سخت وضعیت سره مخامخ شوي دي.

د تخار اوسېدونکی محمود چې تازه له ۳۰ نورو کورنیو سره د یوه غره ښویېدو له کبله خپل کورونه له لاسه ورکړي او پر ډاګ پاتې دي، وايي: «کله چې اوبه کنګل شوې وې، سهار وختي پاڅېدو او جومات ته روان شوو. ناڅاپه مو ولیدل چې اوبه له پله نه لوړې شوې وې، موږ ډېر اندېښمن شوو، پوه شوو چې تر اوبو لاندې پاتې کېږو، کورنۍ او ماشومان مو را واخیستل، له کوره راووتو او کورونه مو وران شول.»

سړې هوا تر ټولو ډېر په نیمروز کې د خلکو ژوند اخیستی دی. د نیمروز یوه مسوول ته منلې چې تر اوسه په دغه ولایت کې ۲۷ کسان د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

په همدې حال کې د بادغیس د امنیې قومانداني ویاند صدیق‌الله صدیقي وايي: «تر اوسه له مقر او قادس ولسوالیو معلومات را رسېدلي چې له بده مرغه پنځو کسانو په دغو دوو ولسوالیو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

د بادغیس د بالامرغاب ولسوالي اوسېدونکی صفت‌الله هم سلام‌وطندار ته ویلي: «د بالامرغاب له یوه کلي دوه ماشومان چې یو یې هلک او بله نجلۍ وه، د سړې هوا له کبله مړه شوي دي. همدارنګه، په یوه بل کلي کې یوې ښځې هم په دغو څو ورځو کې خپل ژوند بایللی دی.»

بله‌خوا د سرپل د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس سیدصفت‌الله صفوان سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه راټولې شمېرې یې ښيي چې د یوې ښځې په ګډون، اووه کسان د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس‌الله محمدي وايي چې د دغه ولایت د المار ولسوالي په تربت او جهان‌سای سیمو کې یوه ښځه او یو ماشوم د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

د غور ځایي مسوولان هم وايي چې یوه ماشوم په دغه ولایت کې د سړې هوا له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان که څه هم د زیانمنو کسانو د ستونزو د حل خبر ورکوي، خو وايي چې شته مرستې ټولو زیانمنو ته نه رسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت ویاند شفېع‌الله رحیمي وايي چې دغه وزارت د زیانمنو او ګواښ سره د مخ کسانو د ستونزو د حل برخه کې د بودیجې له کمښت سره مخ دی.

دا داسې مهال ده چې راتلونکې اوونۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې د سړې هوا وړاندوینه شوې چې دغه وضعیت بې‌وزله هېوادوال له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام