Asset 1SWN

سرپل کې سړې هوا اووه کسان مړه کړي

78847

د سرپل د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس سیدصفت‌الله صفوان سلام‌وطندر ته وايي چې دغه ولایت کې د سړې هوا له امله اووه کسان مړه شوي دي.

د صفوان په وینا، دغو اووه کسانو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سړې هوا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې د انسانانو له مړینې سر بېره، ۲زره او ۱۱۷ څاروي هم په مرکز او ولسوالیو کې د سړې هوا له امله له‌منځه تللي دي.

د سرپل د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس ویلي چې د مړینې او د اوښتو مالي زیانونو په اړه راټولې شوې شمېرې یې د مرستې په موخه له محلي مسوولانو، مرکزي چارواکو او همکارو موسسو سره شریکې کړې دي.

په ورته مهال سرپل کې یو‌شمېر کورنۍ سړه هوا په تېرو درېوو کلونو کې کم‌سارې بولي او د بشردوستانه مرستو د پراخېدو غوښتنه کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د وروستیو ورځو پر مهال د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سړې هوا له امله ځینو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. همداراز یو‌شمېر څاروي هم د سړې هوا له کبله له‌منځه تللي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام