بادغیس کې سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د سړې هوا له کبله د څلورو ماشومانو په ګډون پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرچینې په وینا، دغه کسان بېګاه د قادس ولسوالي اړوند خیرخانه علیا، جوالق، شیخها او زادصالح په سیمو کې سړې هوا مړه کړي دي.
سرچینې سلاموطندار ته زیاته کړې چې په مړو شویو کې یو چوپان، درې کوچنۍ نجونې او یو کوچنی هلک شامل دي. د بادغیس والي د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې دغه پېښه تایید کړې، خو د کره شمېر په اړه یې څه نه وايي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې، بادغیس کې د هوا درجه ـ۳۲ درجو ته رسېږي. په وروستیو څو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ریکارډ په کچه هوا سړه شوې چې ځینو ولایتونو کې یې د خلکو ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي دي.