Asset 1SWN

سلام وطندار

د پامیر قرغېزیان: له هرو ۱۰ امېندواره ښځو پنځه او له ۱۰ زېږېدلیو ماشومانو اووه یې مري

پامیر ۱

د افغانستان د قرغېز قوم چې د بدخشان د واخان ولسوالي په پامیر غرونو کې اوسېږي، د ژوند له لومړیو امکاناتو هم بې‌برخې دي او لا هم د سخت ژوند شپې او ورځې پرې سبا کېږي. دوی وايي، تر اوسه په دې سیمه کې روغتیایي، مخابراتي، ټرانسپورټي او د ژوند نورو لومړنیو امکاناتو او اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

د واخان ولسوالي د پامیر غرونو اوسېدونکی سلطان‌محمد وايي: «د تګ‌راتګ برخه کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان یوو. په سیمه کې د اوبو راوړلو لپاره له آسونو او نورو څارویو ګټه اخلو او خپلې ستونزې پرې حلوو. داسې ورځې راغلي چې بېګاه مو ناروغ راوستلی، لاره کې اوبه را پورته شوي، بیا ناروغ تر سبا په تمه پاتې شوی.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پامیر اوسېدونکي وايي چې د روغتیايي خدمتونو د نشتون له کبله په دې سیمه کې د خلکو د مړینې پېښې ډېرې شوې دي.

د پامیر یو بل اوسېدونکی عبدالحق هم وايي: «اوس د پرمختګ او ژوند له اړخه، هره برخه کې ستونزې لرو. که ۱۰ مېرمنې زېږون کوي، څلور یا پنځه یې ژوندۍ پاتې کېږي، نورې مري. که کال کې ۱۰ ماشومان نړۍ ته راځي، دوه یا درې یې پاتې کېږي، نور مري.»

په ورته وخت کې د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر جانبیک کولوبایف هم تېره پنجشنبه په یوه خبرې غونډه کې رسنیو ته ویلي چې د پامیر غرونو کې د افغانستان د قرغېز قوم یوشمېر وګړي له سختو ستونزو او د امکاناتو له نشتون سره مخامخ دي.

هغه ویلي: «د افغانستان د واخان پامیر غرونو کې د قرغېزیانو د مړینې په اړه داسې راپورونه را رسېدلي چې هلته په یوه ناپېژنده ناروغۍ اخته او مړه شوي دي. په افغانستان کې د قرغېزستان سفارت به دا موضوع له نږدې وڅېړي.»

د اسلامي امارت د قومونو او قبایلو چارو وزارت هم مني چې د پامیر غرونو کې د ناروغۍ له کبله لږترلږه ۱۶ کسان مړه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته ویلي چې د یادې سیمې اوسېدونکي د هوا سوړوالي او د اکسېجن کمښت ترڅنګ، له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي او په وینا یې، په دې وروستیو کې هلته یوه ناپېژنده ناروغي هم خپره شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان بیا د پامیر غرونو کې د ناپېژنده ناروغۍ له امله د یاد شمېر کسانو مړینه نه مني، خو زیاتوي چې د سړې هوا او اورښتونو له امله ځینو کسانو خپل ژوند بایللی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هغه په خبره، که څه هم سیمې ته یې روغتیايي ډلې لېږلي او دوه روغتیايي مرکزونه یې هم ورته جوړ کړي، خو د سختو واورو له امله ورته بشپړ روغتیايي خدمتونه نه‌شي رسولی. نوموړی زیاتوي چې د پامیر نږدې ۵۰ سلنه اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د یادونې ده چې سړې هوا د وروستۍ یوې میاشتې پر مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو لسګونه کسان مړه کړي او له ګڼ‌شمېر نورو یې د ژوند خواږه اخیستي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام