Asset 1SWN

د بدخشان د واخان اوسېدونکو ته د تابیعت پېژندپاڼې ووېشل شوې

ثثثثثث

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د بدخشان د واخان ولسوالي د پامیرونو سیمو اوسېدونکو ته یې د تابیعت پېژندپاڼې وېشلې دي.

یادې ادارې نن سه‌شنبه د لړم ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د بدخشان د احصایې او معلوماتو رییس حبیب‌الرحمن عثماني او ورسره مل پلاوي یې له پامیرونو د لیدنې پر مهال د یادې سیمې شاوخوا ۵۷۱ اوسېدونکو ته پېژندپاڼې وېشلې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې همداراز ویلي، په وېشل شویو پېژندپاڼو کې ۵۰۱ یې مثنی او ۳۵ یې د تابیعت نوې پېژندپاڼې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې څه موده وړاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست فقیرمحمد زیار رسنیو ته ویلي و چې دا مهال په پلازمېنه کابل او ۳۳ ولایتونو کې د برښنايي پېژندپاڼو ۱۵ مرکزونه فعال دي چې تر دې دمه یې خلکو ته ۸.۲ میلیونه پېژپاڼې وېشلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام