د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي چې په تېرو ۵ میاشتو کې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې شاوخوا ۷۵۹زره برښنایي تذکرې وېشل شوي چې له دې ډلې هره ورځ ۱۷ زره پېژندپاڼې وېشل کېږي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست فقیر محمد زیار نن په یوه خبري غونډه کې وویل، که څه هم یاده اداره د امکاناتو او بودجې له ستونزو سره مخ ده خو هڅه يې کړې چې په کابل او ولایتونو کې د یادې ادارې څانګې فعاله وساتي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

زیار زیاته کړې چې د احصایې او معلوماتو ادارې اړوند تخنیکي توکې د ورستیو سیاسي بدلونونو پرمهال ورک شوي چې له امله یې په ۱۴ ولایتونو کې د برېښناي پېژندپاڼو مرکزونه تړلې پاته دي.

دغه راز، د احصايي او معلوماتو ملي ادارې مرستیال حسیب‌الله موحد وايي د مالي امکاناتو نشتون او ټرانسپورټې ستونزو سره سره هم هڅه کوي چې د ګرځنده ټیمونو په جوړولو سره په دغو ولایتونو کې د برېښنايي پېژند پاڼو وېش بهیر په عادي ډول پیل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د احصايي او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وايي چې ۸ میلیونه برېښنايي تذکرې د وېشلو لپاره چمتو دي. دوی زیاتوي چې د برېښنايي پېژند پاڼې د شکل او محتوا پر بدلون هم کار روان دی او ښایي چې د تذکرو جوړښت او محتوا بدلون وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام