د سرشمېرنې او معلوماتو ادارې تازه نوی طرزالعمل جوړ کړی چې له مخې به یې د کار په مقابل کې مزد ورکول کېږي چې د هرې تذکرې د وېشلو په بدل کې به کارکوونکي ته ۵ افغانۍ ورکول کېږي.

د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي د طرزالعمل له جوړولو شکایت لري او وايي، د دې طرزالعمل په پلي کولو سره د دوی امتیازونه د پخوا په پرتله کمېږي.

دوی وايي چې د سرشمېرنې اداره د هغو ادارو له ډلې ده چې هېڅکله په خپل وخت معاشونه نه ورکوي.

د یادې ادارې کارکوونکي همداراز وايي، نوي طرزالعمل کارکوونکيو ته ستونزې پیدا کړې دي او که چېرې د تذکرې اخیستو لپاره مراجعه کوونکی نه وي، نو معاش به هم نه وي.

معترض کارکوونکي وايي، یو ځل یې دا طرزالعمل لاسلیک نه کړ چې د له کاره د ګوښه کېدو ګواښ ورته وشو. دوی وايي، د اقتصادي ستونزو له کبله اړل شول چې دغه طرزالعمل قبول کړي.

د سرشمېرنې او معلوماتو ادارې یو کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي سلام‌وطندار ته وویل، له ناچارۍ يې قرارداد منلی دی؛ ځکه که دا قرارداد یې نه وای لاسلیک کړی؛ له کاره ایستل کېده.

خو د يادې ادارې مسوولان د نوي طرزالعمل د رامنځته کېدو لامل په کاري بهیر کې چټکتیا او د کار د سست‌والي مخنیوی په ګوته کوي.

د سرشمېرنې ادارې ویانده رویینا شهابي وايي، د مراجعه کوونکيو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کولو لپاره د کار په مقابل کې د مزد ورکړې طرزالعمل طرحې ته اړ شوي دي.

تر دې وړاندې هم د سرشمېرنې او معلوماتو ادارې د کارکوونکيو د معاشونو ورکړه کې د ستونزو له موجودیت او په هغه کې له ځنډ څخه شکایتونه شوي وو. څه موده وړاندې د بوديجې د نه موجوديت له کبله د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي له دندو ایستل شوي هم وو.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام